لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بروکسل کې د افغانستان په اړوند د ناټو سازمان د غړو هېوادونو مهمه غونډه کيږي


د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د ناټو سازمان د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د ګډون په هدف د دفاع وزیر اسدالله خالد بروکسل ته رسېدلی دی.

ټاکل شوې چې د ناټو په سازمان کې د شاملو هېوادونو د فاع وزیرانو غونډه به سبا د زيارت، پنجشنبې په ورځ پېل شي او د جمعې په ورځ به هم روانه وي.

د ناټو دفاع وزیران به په دې دوه ورځنۍ ناسته کې دافغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو او همداراز دافغان سولې پروسې څخه به ملاتړ څرګندوي.

دافغانستان د دفاع وزارت ویاند مرستیال زبېر حارث نن دشورو،چهارشنبې په ورځ وی اوای ډيوه ته وویل د ناټو دملګرو هېوادونو د دفاع وزیرانو په ناسته کې دګډون دپاره د هېواد د دفاع وزیر اسدالله خالد بروکسل ته رسېدلی اود افغانستان په استازیتوب به برخه اخلي.

نوموړي وویل (دناټودا غونډه لکه د تېرو نورو غونډو په څېردافغانستان او زمونږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره خورا د اهمیت وړ دی او په دې کې به د اردو د اکمال او تجهېز او د کومکونو یادونه کیږي اوله افغان امنیتي ځواکونو څخه دناټو ملاتړ شوې ژمنه به بیا تازه کیږي).

دپوځي چارو څیړونکی جنرال عبدالواحد طاقت وايي د سولې پروسې او له افغان امنیتي ځواکونو څخه د ناټو لخوا د ملاتړ د ژمنې تکرارېدل دافغان حکومت ټولو وسله والو مخالفینو او ترهګرو ډلو ته د ماتې ورکولود پېغام رسول دي.

نوموړی وايي که د نړۍ پرهره برخه کې دافغانستان روانې شخړې د حل لپاره یوستراتیژي جوړه شي او د عملي کېدو لپاره یې اقدام وشي دافغان ولس او د دې خاورې لپاره مهمه ده اوپه بروکسل کې ناټو د وزیرانو ناسته کې چې دافغانستان په غميزې باندې فکر کوي اودافغانستان له امنیتي برخې سره مرسته کوي او بیا دسولې له پروسې ملاتړ،نوهمدې وجې یې افغانانو لپاره اهمیت زیات دی.

دافغان امنیتي ځواکونواو د سولې پروسې څخه د ملاتړ ژمنه د ناټو په سبانۍ غونډه کې په داسې حال کیږي چې ټاکل شوې په راتلونکې اوونۍ کې چین د سولې بین الافغاني خبروکوربتوب وکړي.

د چین هېواد چارواکو د سولې په بین الافغاني خبرو کې د ګډون لپاره د افغانستان حکومت افغان سیاسي مشرانو او په قطر کې دطالبانو استازو ته هم بلنه ورکړې ده.

افغان حکومت منلې چې دچین هېواد لخوا په دې غونډه کې دګډون لپاره دافغانستان حکومت سره خبرې شوي خوتراوسه یې دګډون په اړه پرېکړه نه ده کړې.

دچین پلازمینه يیجينګ په داسې حال د راتلونکې دوشبنې او سه شنبې دافغان سولې لپاره دبین الافغاني خبرو کوربتوب کوي چې افغان چارواکو ویلي د سولې خبرې هغه مهال بریالۍ کېدلی شي چې مشري اومالیکیت يې دافغانستان د حکومت په لاس کې وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG