لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سېمینار: "احمد شاه بابا خواره واره پښتانه را غونډ کړل او یو متحد افغانستان یې جوړ کړ".


واشنګټن ــــ په پېښور کې د پخواني افغان باچا احمد شاه ابدالي د مړینې د 247م تلین په مناسبت غونډه کې په قراردادونو کې غوښتنه شوې چې په پاکستان کې دې "د احمد شاه بابا د زېږون او تلین ورځې ولمانځل شي او د ملک په ټولو دولتي ودانیو، قلعو او لرغونتونونو کې دې یې عکس ولګول شي".

دا سېمینار د پښتو ژبې، ادب، هنر او کلتور لپاره کارکوونکې ټولنې "پوهه فاونډېشن" جوړ کړی وو، چې د لیکوالو او شاعرانو په ګډون پښتنو سیاستوالو، د مدني ټولنې غړو او ګڼ شمېر د پوهنتون زده کوونکو پکې ګډون کړی وو.

د "پوهه فاونډېشن" بنسټ ایښودونکي لیکوال او څېړونکي ایاز مندوخېل پخپله وینا کې وویل، احمد شاه بابا هم شاعر وو، هم جرنېل وو، هم ښه مسلمان وو او هم ښه منصف باچا وو. ښاغلي ایاز وویل احمد شاه بابا 272 کاله مخکې په افغانستان کې جمهوري نظام جوړ کړی وو:

"په 1747م کال کې امریکه، چین او هند په ریاستي کچه د اوس غوندې جوړ نه وو، احمد شاه بابا تر امریکې 29 کاله مخکې ریاست جوړ کړی او د هغې زمانې په اصطلاح د خړ جمهوریت یعنې د جرګې له لارې باچا شوی دی".

ایاز مندوخېل سېمینار ته د وینا په مهال.
ایاز مندوخېل سېمینار ته د وینا په مهال.

ایاز مندوخېل د احمد شاه ابدالي په اړه د تاریخ هغه ټولې دعوې رد کړې او جعلي یې وبللې چې احمد شاه ابدالي ته پکې یرغلګر او ظالم ویل شوي دي. ښاغلي ایاز وویل د پاکستان په تعلیمي نصاب کې د احمد شاه بابا لږ ذکر شته خو وایي هغه یې هم په مسخ شوې او ناسمه بڼه دی:

"په تاریخ کې موږ ته داسې ښودل کېږي چې احمد شاه ابدالي پر کندهار قبضه وکړه، پر پېښور یې قبضه وکړه، پېښور خو د ده خپل وطن دی نو قبضه ولې ده ازاد کړی یې دی، موږ ته خپل ټول تاریخ داسې را ښودل شوی دی".

شاعر او سیاستوال د عوامي ورکرز ګوند یوه مشر وکیل شهاب خټک سېمینار ته په وینا کې وویل، احمد شاه بابا د یو عام عسکر په حیث خپل ژوند پیل کړ خو بیا یې په خپل جرات، زړورتیا، ذهانت او کردار داسې مقام ته ځان و رساوه چې اوس پښتانه پرې ویاړي:

"پښتانه له تېرو دوه اویا کالو له یو ثقافتي یرغل او ترهګرۍ سره مخ دي، یو شعوري کوشش شوی او روان دی چې له پښتنو خپله ژبه، کلتور او تاریخ هېر کړي، موږ په یو داسې بلیک هول کې را ګیر شوي یو چې زموږ شاعران، ادیبان، مبارزین، قهرمانان، باچاهان، تاریخ او کلتور پکې ورکېږي".

شاعر او سیاستوال شهاب خټک.
شاعر او سیاستوال شهاب خټک.

پښتون ملتپال سیاستوال او وکیل لطیف اپریدي پخپله وینا کې وویل، احمد شاه بابا چې کوم لوی کار کړی دی هغه دا دی چې یو ملت یې پر خپله خاوره د ریاست او حکومت خاوند کړ چې تر اوسه قایم دی. لطیف اپریدي وویل:

"د احمد شاه بابا اهمیت په دې نه دی چې هغه یو باچا وو یا هغه ته دُر دران وویل شول یا یې په پاني پت کې مرهټه ووهل، د هغه اهمیت په دې دی چې هغه د پښتنو هغه خورې ورې قبیلې- چې مشري یې تش تر سرداره پورې وه- را غونډې کړې او د افغانستان په نوم یې ریاست جوړ کړ".

وکیل او ملتپال سیاستوال لطیف اپریدی د وینا په مهال.
وکیل او ملتپال سیاستوال لطیف اپریدی د وینا په مهال.

سېمینار ته په خپله لیکلې مقاله کې ډاکټر افتخار دراني وویل، احمد شاه ابدالي یو پوه او د بصارت خاوند رهبر وو، ځکه چې وایي د پښتنو د یووالي لپاره تر ده مخکې څو جرګې را بلل شوې وې خو نتیجه یې ور نه کړه، اخر د پښتنو د مشرۍ واک ده ته و سپارل شو:

"د ده [احمد شاه] په مخ کې درې خبرې وې چې یوه پښتانه ټول را جمع کول وو، دویمه د ملک دننه حالات قابو کول وو او درېیمه خبره د بهرني خطرو نه حفاظت هم کول وو. د پښتنو په تاریخ کې دوه نومونه د سرو زرو په اوبو د لیکلو وړ دي، په هغوی کې څنګه چې د احمد شاه ابدالي بابا نوم دی له هغه سره د امان الله خان نوم هم راځي".

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سیکرټري میا افتخار حسېن وویل، احمد شاه ابدالي د هغه ولس باچا شو چې یو بل یې نه منل، خو وایي ده پر یوه مرکز را غونډ کړل او د پښتنو د ریاست ډبره یې کښېښووه:

"که نن موږ په دې جدید دور کې پرمختګ غواړو نو له احمدشاه بابا نه ډېر څه زده کولای شو، زموږ د هر یو مشر خپلې ځان ته خوبۍ دي چې موږ زدکړې ځنې کولای شو، خو په کم عمرۍ کې چې د وفادارۍ، ایماندارۍ، نرتوب، سالارۍ، عاجزۍ او فقیرۍ کومې کومې خوبۍ دي هغه احمد شاه بابا په عمل کې ثابتې کړې وې".

میا افتخار حسېن د وینا په مهال.
میا افتخار حسېن د وینا په مهال.

احمد شاه ابدالي په 1722م کال کې د ځینو مؤرخینو په وینا په ملتان کې او د ځینو په وینا په هرات کې زېږېدلی وو او د 1772م کال د اکتوبر پر 23مه نېټه په پینځوس کلنۍ کې مړ شوی چې په کندهار کې ښخ دی. په 1747م کال کې په پیځویشت کلنۍ کې باچا شوی او پینځویشت کاله باچهي یې کړې وه.

پر احمد شاه بابا باندې په 1952م کال کې یوه سیک لیکوال او محقق ګنډا سینګ د (احمد شاه ابدالي) په نامه کتاب لیکلی او په وروستیو کې قاضي حنیف الله حنیف د دې پخواني افغان باچا په اړه (د احمد شاه ابدالي ژوند او فن) تر سرلیک لاندې په پېښور پوهنتون کې د ایم فل ډګري څېړنه کړې چې کتاب یې په 2009م کال کې د پېښور پښتو اکېډمي چاپ کړی دی.

د احمد شاه بابا د 247م تلین د غونډې ګډونوال.
د احمد شاه بابا د 247م تلین د غونډې ګډونوال.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG