لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اردوغان: که د اوونۍ تر پایه کردي وسلوال د شام له شماله ونه وځي وبه یې ځپو


واشنګټن ــــ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د خالي/شنبې په ورځ ویلي دي که د کردانو وای پي جي ملېشه د دې اوونۍ په پیل کې د ترکیې او روسیې لخوا په موافقه شوې وروستۍ نیټه پورې د سېمې ونه وځي، هېواد پوځ به یې د شمالي سوریې له پولې څخه "ترهګر" پاک کړي.


د نهې/سه شنبې په ورځ د گرین ویچ مین ټائم 1500 وخت د ترکیې ولسشمر اردوغان او د روسیې ولسمشر ولادي میر پوټین ترمنځ د تور سمندرگي سره د سوچي ښار کې شوې موافقه کې ټاکل شوې وه.


روسیې ویلي چې د دوی نظامي پولیس او د شام سرحدي ساتونکي به د پولې له 30 کیلومتره د سیمې نه کردان اوباسي.


انقره وای پي جي ملیشه ترهگر ډله بولي او د امریکا لخوا د دې ملیشې په ملاتړ باندې سختې نیوکې کوي، چې د شام ډیموکراټیک ځواکونو لاندې د اسلامي دولت په وړاندې جگړه کې یې تر ټولو مهم رول لرلو.



اردوغان په نړیوال امنیت ټینگار کړی چې د ترکیې لخوا په ترکیه کې موجود د شام کډولو لپاره د پولې ته څېرمه یو (خوندي زون) جوړولو د پلان مرسته وکړي. د ترکیې مشر خبرداری وکړو:

"که چیرې د یو او دوه ملیون ترمنځ د دوی بیرته ستنیدو لپاره په لومړي مرحله کې موږ لخوا د وړاندې شوي پروژو ملاتړ ونه شو، نو موږ سره به د دې پرته چې خپلې دروازې پرنیزو بله لاره نه وي او دوی اروپا ته لاړ شي".

په عین وخت کې امریکا په ختیځ شام کې د اسلامي دولت ترهگرې ډلې نه د تیلو کوهیان او تاسیسات ساتونکي خپل ځواکونه پیاوړي کړي، په داسې حال کې چې د دغه هېواد ډېر سرتېري یې له شام نه ایستل کیږي.

د امریکا د دفاع وزیرمارک ایسپر د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل: "موږ اوس یو څه گامونه اخلو زه جزیاتو ته نه ځم، ترڅو په دییر الزور کې خپل پوزیشن مضبوط کړو، چې موږ دا خبره یقیني کړو چې د تېلو بټیو ته د داعش لاسرسی ونه لري".

نوموړي په برسلز کې د ناټو ایتلافیانو سره د غونډو وروسته خبرې وکړې: "موږ غواړو چې ډاډ ترلاسه کړو چې دوی هغو سرچینو ته لاسرسی نه لري چې دا ممکن کړي چې دوی په سیمه کې برید وکړي، په اروپا برید وکړي او په امریکا برید وکړي".

هغه وویل: "په دې کې به یو څه مشیني ځواکونه هم شامل وي".


امریکا په شمال ختیځ شام کې شاوخوا زر ځانگړي ځواکونه لري، چې د کردانو د ایس ډي ایف ځواکونو سره په پراخه توګه کار کوي، چې د امریکا تر مشرۍ لاندې داعش ته د یوې اخري ماتې ورکولو لپاره هڅې کوي.


د مارچ په میاشت کې د اسلامي دولت تر واک لاندې وروستۍ سیمې د ازادولو وروسته امریکا او د کردانو ایس ډي ایف ځواکونه د داعش د پاتې شوو پټن ځایونو د پاکولو او د یاغیتوب مخنیوي ته خپل پام گرځولی دی.


خو د دې میاشتې په پیل کې د امریکا ولسمشر ډانالډ ټرمپ د ترکیې له برید نه وړاندې د امریکا د ځواکونو د ویستلو امر وکړ چې هدف یې د کرد جنگیالیو سرحدي سیمه پاکول دي، چې انقره یې ترهگر گڼي.

"زموږ عسکر شام نه وتي او وځي او د نورو ځایونو لپاره ځي، بیا ... کور ته راځي!" ټرمپ د جمعې په ورځ په ټویټرباندې پخپلو څو ټویټونو کې وویل، یوازې د ایسپر له خبرو نیم ساعت وړاندې.

"دغه احمقان څیړنکاران چې د 20 کالو راهیسې د منځني ختیځ په اړه غلط و، پوښتنه کوي چې موږ له دې جوړجاړي نه څه ترلاسه کوو، زه په ساده ټکو کې وایم، تېل او موږ خپل سرتېري بیرته کور ته راولو، داعش خوندي شو!".

د جمعې په ورځ دغه څرگندونې د شام په اړه د امریکا د ارادې په اړه گډوډ پیغامونه وړاندې کوي چې دا اونۍ له واشنگټن نه راځي.

د شورو/چهارشنبې په ورځ ، د ناټو ایتلافي ترکیې او کرد ځواکونو ترمېنځ د جنگ بندولو لپاره د امریکا په مېنځگرتوب شوي لوظنامې ستاینه یی وکړه ، ټرمپ وویل چې " امریکا راوځي".

د زیارت / پنجشنبې په ورځ په خپل ټویټونو کې ، ټرمپ په هغه اهمیت ټینگار وکړ چې هغه د تیلو کوهیانو ته ورکوي.

"موږ به هیڅکله اجازه ورنکړو چې له سره تنظیم شوي داعش دغه کوهیان ولري!" ټرمپ ټویټ وکړ ، نوموړي زیاته کړه ، "شاید د دې وخت دی چې کردان د تیلو سیمو ته ورشي!".

ډیر کرد مشران په امریکا انتقاد کوي ، ځینې یې په واشنگټن تور پورې کوي چې د ترکي ځواکونه ته اجازه ورکولو سره چې د دوي په وړاندې حرکت وکړي د دوی سره خیانت کړې دی. خو د سختو احساساتو سره سره ، د ایس ډي ایف قوماندان جنرال مظلوم عبدي په سیمه کې د امریکا او د امریکا ځواکونو سره کار کولو ته تیار دی.

اسلامي دولت په 2014 کال کې د شام د ختیځ کوهیانو ساحو کنټرول په لاس کې واخیست او تر هغه وخته پورې یې وساتل چې د امریکا تر مشرۍ لاندې ایتلاف په 2016 کال کې بیا پخپله ولقه کې واخستې. په لنډ مهال کې شنونکي اټکل کوي چې تروریستي ډلې په مجموعي ډول له 750 ملیونه ډالر د دغو تیلو د خرڅولو سره ترلاسه کړل.

داسې اندیښنې موجودې دي چې په شمال ختیځ شام کې د ترکیې نظامي یرغل د ترهگرو ډلو د نیول شوي جنگیالیو ته د دې فرصت ورکړ چې د ایس ډي ایف په واسطه جوړ شوي تر30 عارضي بندي خانو نه تیښته وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG