لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمی خلیلزاد کابل ته رسېدلی،اشرف غني سره په افغان سوله خبرې کوي


دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې دخبرو ودریدو راپدیخوا افغان سولې دپاره امریکایي استازی زلمی خلیلزاد په وړومبي کابل ته رسیدلی ا‌ؤ ټاکل شوې نن به افغان ولسمشر اشرف غني سره افغانستان کې دامن اؤ سولې په اړوند خبرې اترې وکړي.

دافغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د یکشنبې په ورځ امریکا غږ اشنا څانګې ته کابل ته دزلمي خلیلزاد د سفر پخلی کړی اؤ ویلي یې دي نن به د اشرف غني اؤ خلیلزاد ترمنځ لیدنه کیږي.

امریکا دتیرکال راهسې طالبانو سره د زلمي خلیلزاد په مشرۍ په قطر کې دسولې خبرې پیل کړې وې قابو دوه میاشتې وړاندې امریکایي صدر ډانلډ‌ ټرمپ ددغو خبرو د ودرولو اعلان وروسته له هغې وکړو چې په کابل کې په یو خونړي برید کې دیو امریکایي عسکر په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول.

دطالبانو اؤ امریکا ترمنځ دسولې دا خبرې په داسې حال کې ختمې شوې وې چې طالبانو اؤ ښاغلي خلیلزاد دعوه لرله چې دسولې په یو داسې تړون متفق شوي چې له مخې به یې امریکا افغانستان افغانستان کې دخپلو ځواکونو شمیر کموي اؤ طالبان به دالقاعده په ګډون دټولو ترهګرو ډلو سره خپلې اړېکې شلوي.

د سولې له خبرو ودریدو وروسته تیره میاشت نړیوالو مطبوعاتو دعوې کړې وې چې د زلمي خلیلزاد اؤ طالبانو ترمنځ اسلام اباد کې هم دوه کرته لېدنې شوي چې پکې دواړه خواوې په مشروط ډول دخبرو اترو په بیا پیل کولو غږیدلي.

خو امریکا یا طالبانو نه ده منلې چې ګنې ښاغلي خلیلزاد اؤ طالب مشرانو اسلام اباد کې لیدنه کړې ده.

تر دې وړاندې زلمي خلیلزاد داکتوبر په ۲۱مه مسکو،برکسل اؤ پاریس ته خپل سفر پیل کړی ؤ اؤ اؤ تیره جمعه یې په مسکو کې دافغان سولې په اړه دچین،روس،پاکستان اؤ امریکا په څلور اړخیزه غونډه کې ګډون کړی ؤ.

کابل ته دزلمي خلیلزاد دسفر نه وړاندې تیره اوونۍ دامریکا د دفاع وزیر مارک اېسپر اؤ دامریکایي کانګریس مشرې نینسي پلوسي هم سفرونه کړي وؤ اؤ دافغان ولسمشر اشرف غني سره یې افغانستان کې دسولې په پروسه خبرې اترې کړې وې.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG