لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لبناني وزیراعظم سعد الحریري د احتجاجونو تر فشار لاندې استعفی ورکړه


واشنګټن ــــ په لبنان کې د سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو لپاره د ولس له دیارلسو ورځو پرله پسې احتجاجونو وزیراعظم سعد الحریري په استعفی ورکولو مجبور کړ.

ښاغلي الحریري په ټیلیویژني وینا کې د خپلې استعفی اعلان وکړ او ویې ویل چې د استعفی ورکولو لپاره صدارتي ماڼۍ ته روان دی.

احتجاج کوونکو په لبنان کې د بدلون غوښتنه کوله او په تېرو دوو اوونیو کې په سلګونو زره لبنانیانو په لارو کوڅو کې د اقتصادي اصلاحاتو غوښتنه او د هېواد په سیاسي اشرافیې د بډو او نااهلۍ تورونه لګول.

په واشنګټن کې د منځني ختیځ د څېړنې ادارې یوه کارکوونکې راندا سلیم وایي "د ښاغلي حریري استعفی د احتجاج کوونکو لومړۍ غوښتنه وه، دویم غوښتنه به دا وي چې یو بې طرفه منځمهالې او غیرسیاسي کابینه جوړه شي".

د دوو اوونیو احتجاجونو د لبنان بېنکونه، سکولونه او ځینې کاروبارونه تړلي وو، چې له کبله یې د دې هېواد اقتصاد ته زیان رسولی او د خلکو ژوند یې په ټپه درولی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG