لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امريکا کې د هالووين مېله


د هالووين مېله هر کال په ۳۱م اکتوبر نمانځلی کيږي، پہ دې مېله کې خلک ويرونکې څهرې، کوپړۍ او په لويو لويو کدوانو بېلا بيل ويرونکي شکلونه جوړوي او د کورونو بهر يې پہ درشلو لګولي وي. د دې ترڅنګ فرضي ډانچې هم په بیلا بیلو ځايونو کې اېښودی شوي وي.

د امریکې په نيويارک ښار کې د ھالووین پہ اڑہ یو پرېډ هم کيږي چې پکې د خلکو په مخونو دغه ويرونکې څهرې جوړې وي او دغو خلکو عجيبه عجيبه لباسونه ھم اچولي وي.

پہ ھالووین کی لوی او واړه په کدوانو ویرونکی نقشې جوړوي او د خپلې کورنۍ سره د هالووين نه خوندونه اخلي"په هالووين کې ماشومان د ګاونډيانو کره ځي، هغوي ته دروازه ډبوي او ورته وايي چې ټرِک او ټريټنګ، بيا ورته خوږې ګولۍ یا چاکلیٹ ورکوي".

د امريکا د نيويارک ښار په ويسټ چېسټر کاونټي هډسن وېلي کې د هالووين تر ټولو لويه دستوره کيږي چې پکې شاوخوا اووه زره د کدوانو نه جوړ مشالونه کېښودلی کېږي او هر کال په لکونو سېلانيان د دې کتلو له راځي. دغه کدو ته ‘او لينټرن بلېز‘ ويلی کېږي.

هالووين په امريکا کې ياده مېله يا تهوار دی، او روان کال به خلک په دې اته اعشاريه اته اربه ډالره مصرفوي، دا دستوره ۴۹ شپې تر ۳۰ نومبر پورې روانه وي.

" په دې دستوره کې او لينټرن بلېز کېښودل شوی وي او خواوشاہ يو لک اتيا زره سیلانیان به له دې دستورې کتلو نہ خوندونہ اخلي. په دې دستورہ کی په لاسو جوړ شاوخوا اووه زره دغه کدوان کېښودي دي، دلته سیلانیان دہ دی دستوری کتلو لہ راځي خوراکونه کوي، سوداګانې اخلي، او په هوټلو کې شپې کوي.

د هالووين پېل په امريکا کې په ۱۹۲۱م کې د منېسوټا رياست نه شوی او په وړومبي ځل هم دلته دا مېله نمانځلی شوې وه او بيا ورو ورو شاوخوا دوه زره کاله پخوانۍ دا مېله د امريکا نورو قصبو او ښارونو ته ورسېدله، اوس دا مېله په قامي کچ نمانځلی کيږي چې د يوې لويې کاروباري سرګرمۍ شکل يې خپل کړی دی.

د تاريخ ترمخه چې د هالووين پېل په قبل مسيح دور کې د آئرلېنډ او شمالي فرانس نه شوی چرته چې به سلېټک قبيلې هر کال په يو ۳۱ اکتوبر دا مېله کوله او د هغوي د رواج مطابق د نوي کال پېل له وړومبي نومبره کيږي.

د موسمي حالاتو له کبله د دوي په سيمه کې د فصلونو رېبل د اکتوبر په اخر کې ختمېدل او د يخنۍ شروع کېدل د مرګ سره منسوب دي.

په ۱۹۵۰م شاوخوا کې هالووين د مذهبي مېلې په ځای د يوې ثقافتي مېلې شکل خپل کړو او په ساينسي بنيادونو دا کاروبار مخ په وړاندې لاړو، اوس په دې مېله په اربونو ډالر لګولی کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG