لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تر لبنان وروسته; پاکستان او عراق کې به هم وزيراعظمان استعفا ورکړي؟


واشنګټن ــــ دا وخت د پاکستان په شمول د نړۍ په شپږو هېوادونو کې عوامي پاڅونونه روان دي او احتجاج کونکي د ځای ناستي حکومتونو نه اصلاحات يا استعفا غواړي.

تر دې دمه د لبنان د احتجاج کونکو غوښتنه منلې شوې ده او ملک وزير اعظم سعد حريري د خپلې څوکۍ نه کوز شوی خو د لبنان د ځوان کول احتجاج لا ختم شوی نه دی او احتجاج کونکي د استعفا هرکلی کوي خو وايي د دوی غټه غوښتنه لا پاتې ده. احتجاجيان غواړي د سياسي مشرانو احتساب دې وشي او لوټل شوی دولت دې ترې بيرته واخستل شي.

په پاکستان کې د اپوزيشن گوندونو د ازادۍ مارچ په پيل کړی احتجاج د وزير اعظم عمران خان نه استعفا غواړي، د ټگۍ ټورۍ نه پاک نوي انتخابونه غواړي او په انتخابي عمل د پوځ هيڅ قسمه لاس وهنې منلو ته تيار نه دي.

وزير اعظم عمران خان د استعفا ورکولو نه انکار کړی او وايي پوځ د ده پلوي دی. د ازادۍ مارچ مشر مولانا فضل الرحمان اعلان کړی احتجاج به تر هغې روام وي تر څو يې غوښتنې ټول په ټوله منلې شوي نه وي.

د اپوزيشن گوندونو گډ دريځ دی چې د کال ٢٠١٨م د انتخابونو نتيجې د ولس د خوښې بر خلاف د پوځ په لاس د عمران په حق کې بدلې کړی شوي دي او ځکه د عمران خان او د هغه حکومت ته سلېکټېډ يا تپل شوی حکومت وايي.

که هر څو د ازادۍ مارچ ته په پاکستاني ميډيا کې ځای نه ورکول کيږي خو د سوشل ميډيا د لارې خورېدونکي ويډيوگانې او نور مواد ښايي چې د احتجاج گډونوال د عمران خان د کال ٢٠١۴م د پرلت د گډونوالو نه څو څو چنده زيات دي.

د جميعت علما اسلام مشرانو ميډيا ته ويلي خپلو کارکونانو ته يې ويلي د ځان سره کم نه کم د لسو ورځو خرڅ خوراک اسلام اباد ته يوسي. د خبرونو تر مخه حکومت هم د هنگامي صورتحال د پاره تيارۍ کړي دي او وزير اعظم عمران خان خبرداری ورکړی که چرې احتجاج کونکي بې قابو شول او غير قانوني لارې چارې يې خپلې کړې نو د قانون سره سم چلن به ورسره وشي.

بل غټ احتجاج په عراق کې هم روان دی چې هلته د وزير اعظم عادل عبدل مهدي نه د استعفا د غوښتنې سره سره احتجاج کونکي د بډو رشوتونو پلټنې غواړي، بې روزگارۍ ختمول او د ولس د خدمت ناقصه کارکردگي غندي.

د عراق په خونړو احتجاجونو کې تر اوسه لړ نه لړ ٦٣ تنه وژل شوي او په سلگونو نور ژوبل شوي دي. د عراق د وزير اعظم دوو مهمو پلويانو مقتدا الصدر او هادي الاميري هم په عادل مهدي غږ کړی چې د څوکۍ نه دې استعفا ورکړي گني خپلې اړيکې به ورسره پرې کړي.

څيړونکي وايي د مقتدا الصدر او د هادي الاميري د مرستو بغير د وزير اعظم مهدي په اقتدار کې پاتې کېدل که ناممکن نه وي نو يو ډېر گران کار به ضرور وي.

د پاکستان او عراق سره سره د لاطیني امريکا په دوو هېوادونو کې هم احتجاجونه پيل شوي دي. په بوليويا کې د اکتوبر په شلمه نيټه شوي صدارتي انتخابونو شخړه رامنځ ته کړې او د ناست صدر ايوو موراليس په ضد احتجاجونه روان دي.

د اپوزيشن اميدوار کارلوس ميسا تور لگولی چې د تېرو انتخابونو نتيجې اړول شوي. د اوپوزيشن لخوا تور لگول شوی چې د ووټونو شمېر د ٢۴ ساعتونو د پاره ودرول او بيا د صدر گټه اعلانول يو روڼ عمل نه دی.

په چيلي کې د ټرانسپورټ په کرايه کې د څلور فيصده زياتوالي په سر لوی لوی مظاهرې شوي دي چې دغلته هم په مظاهرو کې اکثريت د ځوان کول دی.

صدر سيباسچين پنېرا په ملک کې ايمرجنسي اعلان کړې او په ټولو ښارونو کې يې کرفيو لگولې ده او پوځ په سړکونو گشتونه کوي. په تامبه شتمن هېواد چيلي په اړه دعوې شوي چې د کال ٢٠٠٠م پرتله د غربت کچه راټيټه شوې خو د ياد هېواد د يوې ادارې تر مخه د خلکو د امدن کچه ډېره کمه ده.

د چين د اختيار لاندې نيم خودمختاره هېواد هانگ کانگ هم د پر تشدده احتجاجونو سره مخ دی. احتجاجونه هغه وخت شورو شول کله يو داسې لانجمن قانون د پلې کېدلو هڅه وشوه چې که چرې دغه قانون منظور شي نو چين به کولی شي د هانگ کانگ وگړي چين ته يوسي او هلته پرې مقدمې وچلول شي.

په ياد دې وي د پاکستان وزير اعظم عمران خان د امريکې په دوره کې ويلي وو غربي ميډيا د هانگ کانگ په مسله کې دلچسپي اخلي خو د کشمير د بشري حقونو ته یې پام نه ورگرځي خو څېړونکي وايي عمران خان ته شايد دا نه وي معلومه چې غربي نړۍ او ميډيا په دنيا کې جمهوري تحريکونو او احتجاجونو ته لمړيتوب ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG