لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تخار:درقد ولسوالۍ کې چاودنې د ښوونځي نهه ماشومان وژلي


دافغانستان د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې دسړک دغاړې دمائن په یوه چاودنه کې د ښوونځي نهه تنه ماشومان ول شوي دي دي.

دتخار د والي ویاند جواد هجري رسنیو ته ویلي دغه چاودنه په درقد ولسوالۍ کې دطاهریانو کلي دیو ښوونځي په ماشومانو شوې چې د ترلاسه شوؤ اطلاعاتو له مخې پکې نهه ماشومان وژل شوي دي.

هغه ویلي د درقد ولسوالۍ دطاهریانو کلی دطالبانو په ولکه کې دی ځکه ورته دمرستې دپاره دولت خپل هیئت نه شي لیږلی.

د درقد ولسوالۍ دمعارف یو تن مشر دنوم نه اخستلو په شرط امریکا غږ اشنا ته ویلي چې مائن دسړک پغاړه طالبانو ښخ کړی ؤ اؤ کله چې دابو زر غفاري په نوم دیو ښوونځي ماشومان له رخصتۍ وروسته کورنو ته تلل نو دغه مائن پرې چاودیدلی دی.

هغه ویلي په چاودنه کې پینځه ماشومان وژل شوي اؤ څلور تنه نور ژوبل شوي دي.

تر اوسه ددې پېښې پړه چا پغاړه نه ده اخستې.

درقد د تخار په شمال کي له تاجکستان په سرحد کې د امو د سیند پر غاړه پرته یوه ولسوالۍ ده چې د کوکچې سیند دا ولسوالۍ د تخار له نورو سیمو جلا کوي.

دغه ولسوالي دتیرو دو کلونو راهسې دطالبانو په واک کې وه خو د تیرې میاشتې په ۲۵مه نېټه افغان ځواکونو دغه ولسوالي د اوږدو عملیاتو په نتیجه کې یو ځل بیا د خپل واک لاندې راوستې ده.

دغه ولسوالي د روانې میاشتې په دریمه نېټه بیرته افغان ځواکونو له طالبانو نیولې خو ویل کیږي چې اوس یې هم په ځېنو سیمو کې طالبان زیات پیاوړي دي اؤ دولتي واکمني پکې وجود نه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG