لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومتونه څه ډول په ټولنیزو رسنیو څار کوي او څه ډول ټاکنې په خپله ګټه اړوي؟


د بشري حقونو د څار یوې ادارې د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، په ټوله نړۍ کې حکومتونه له ټولنیزو رسنیو څخه د خپلې استفادې په زیاتولو سره هڅه کوي ټاکنې په خپله ګټه واړوي او خپل خلک وڅاري چې دا کار د ډیموکراسۍ په ضرر دی.

په واشنګټن کې د فریډم هاوس په نامه یوې ادارې د ۲۰۱۹ کال په خپل کلني راپور کې لیکلي دي، چې په نړۍ کې له ۶۵ څخه په ۴۰ هېوادونو کې چې انټرنیټي ازادي لري په ټولنیزو رسنیو باندې د څار پرمختللي پروګرامونه لري.

ددغه راپور لیکواله الې فونک وايي، داسې ښکاري چې د ټولنیزو رسنیو ازادي په کمېدو ده.

دا لسم ځل دی چې د فریډم هاوس په نامه اداره د ۲۰۰۹ کال راهیسې د انټرنیټ د ازادیو په اړه راپور خپروي.

دوی وايي، د تېرو لسو کالو راهیسې کال په کال د انټرنیټ ازادي په کمېدو ده ځکه چارواکي په ځینو هېوادونو کې انټرنیټ بندوي او نور بیا په خپله ګټه پرې پروپاګند کوي.

د فریډم هاوس مشر مایک ابرامویز وايي،

"زیات حکومتونه په دې پوهېږي چې په ټولنیزو رسنیو باندې پروپاګند له سانسور کولو څخه ښه کار کوي."

په راپور کې دا هم راغلي دي چې ده ۶۵ هېوادونو څخه په ۴۷ کې یې خلک په ټولنیزو رسنیو یا سوشل میدیا باندې د سیاسي، ټولنیزو او مذهبي ویناوو له امله نیول شوي دي او په لږ تر لږه ۳۱ هېوادونو کې یې پرضد فزیکي زور زیاتی هم شوی دی.

په راپور کې دا هم راغلي دي، چې چین په نړۍ کې له انټرنیټ نه د ناوړه ګټه اخیستنې په برخه کې د ټولو هېوادونو د کتار په سر کې ځای لري.

په هر صورت په راپور کې دا هم راغلي دي چې له ۶۵ هېوادونو څخه د امریکا په ګډون په ۳۳ هېوادونو کې انټرنیټي ازادي کمه شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG