واشنګټن ـــــ د پاکستان سپریم کورټ په دې اړه پوښتنې را پورته کړې دي چې جنوبي وزیرستان ته د ننوتلو او را وتلو په وخت د عامو خلکو رجسټرېشن د څه مقصد او د کوم قانون په بنیاد کېږي.
په قومي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزیر وایي، اوس هم جنوبي وزیرستان ته د تلو او راتلو په وخت د خلکو رجسټرېشن کېږي چې وایي له کبله یې خلک له ستونځو سره مخ دي. هغه وي او اې ډیوه ته وویل:
"هلته څوک له این او سي بغیر نه ننوتلای، خلک په کتار کې ولاړ وي رجسټر کېږي، د ګاډي نمبر او د ډرېورشناختي کارډ رجسټر کېږي".
د قاضي فایز عیسی او قاضي مظهر عالم په مشرۍ د سپریم کورټ دوه کسیز بینچ د جنوبي وزیرستان د خلکو له رجسټرېشنه هغه وخت خبر شول، چې د نهې- سه شنبې په ورځ یې د شېرزمان په نوم د یو تن د ضمانت پر درخواست اورېدنه کوله.
پر شېرزمان تور دی چې په ډېره اسماعیل خان کې یې یو تن په ډزو زخمي کړی، خو د هغه وکیل عدالت ته وویل چې په دې وخت د ده مؤکل په جنوبي وزیرستان کې وو، ځکه چې وایي وزیرستان ته د ننوتلو ریکارډ یې شته خو د را وتلو ریکارډ یې نه شته.
دې خبرې د بینچ د دواړو قاضیانو توجه ور واړوله او پوښتنه یې وکړه چې دې قبایلي ضلعې ته د ننوتلو او را وتلو پر وخت خلک د کوم قانون له مخې رجسټر کېږي.
قاضي فایز عیسی پوښتنه وکړه چې په هېواد کې دننه د یوې سیمې د خلکو د دا ډول رجسټرېشن مقصد څه دی او کوم قانون امنیتي ادارو ته اجازه ورکوي چې خلک رجسټر کړي.
د شېرزمان وکیل د هغوی د پوښتنې په جواب ناخبري وښووله: "زه څه نه شم ویلای چې کوم قانون داسې د خلکو د داخلېدو او را وتلو په وخت د رجسټرېشن اجازه ورکوي"، خو قاضي فایز عیسی وویل که په دې اړه سپریم کورټ ته درخواست ورکړل شي نو دوی به یې کتنه وکړي.
په قومي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزیر وایي، دا رجسټرېشن یواځې د جنوبي وزیرستان د اوسېدونکو کېږي خو وایي کله چې کوم بهرنی کس دې سیمې ته ورځي نو هغوی په راهداري پرېښوول کېږي:
"زموږ [د ایم این اې] د ننوتلو رجسټرېشن هم کېږي خو چې کوم د بهر خلک دي هغوی د ننوتلو لپاره این او سي اخلي".
علي وزیر وایي په دې اړه وخت په وخت شکایتونه کړي او درخواستونه یې هم ورکړي چې د خلکو د ننوتلو او را وتلو د رجسټر کېدو کار دي ختم شي خو وایي تر اوسه هم روان دی.
د خیبرپښتونخوا حکومت او یا د پاکستان امنیتي ادارو تر اوسه د سپریم کورټ دې پوښتنې ته څه جواب نه دی ویلی او نه یې هم دا خبره تایید کړې چې آیا د جنوبي وزیرستان پر داخلي او خارجي لارو خلک اوس هم رجسټر کېږي که نه.
علي وزیر وایي د خلکو د رجسټرېشن دا عمل په جنوبي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ تر لومړي پوځي اپرېشن وروسته پیل شوی دی. علي وزیر وي او اې ډیوه ته وویل، له دې ستونځې د خلکو د خلاسولو لپاره به ضرور سپریم کورټ ته درخواست ورکوي:
"ټانک په موږ پورې سیمه ده خو د دې سیمې خلک هم بې راهداري نه شي راتلای، زموږ [د جنوبي وزیرستان] خلک اوس ډېر په ډېره اسماعیل خان کې مېشت دي خو هغوی هم چې راځي این او سي به اخلي".
په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان یو بل غړی او د جمعیت علمای اسلام ګوند یو ځایي مشر جمال الدین خان بیا وایي، پخوا دا کار په تېزۍ سره روان وو خو اوس درېدلی دی. هغه وایي اوس چې کله څه بده پېښه وشي نو امنیتي چارواکي بیا پر داخلي او خارجي لارو د رجسټرېشن عمل پیل کړي.
علي وزیر د قومي اسمبلۍ د غړي جمال الدین خبره په کلکه رد کړه چې ګواکې په عام حالت کې اوس د خلکو رجسټرېشن نه کېږي. هغه اوس دې هم څوک ورشي و دې ګوري چې په کتارونو کې خلک ولاړ وي او جنوبي وزیرستان ته د ننوتلو او را وتلو په وخت رجسټرېشن کېږي او بشپړ معلومات یې ساتل کېږي.