لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهندي فلمي ستوري ریتهک روشن په خوښولو امریکا کې خاوند خپله ښځه وژلې ده.


دامریکا په نیویارک ایالت کې یو میړه خپله ښځه یوازې له دې امله وژلې چې ولې هغه د هندي فلمونو وتلی ستوری ریتهک روشن خوښوي اؤ دهغه فلمونه ګوري.

د وژل شوي ۲۷کلنې امریکایي میرمنې ډون دوجوایی یوې ملګرې مالا رامدهاني مطبوعاتو ته ویلي میرمن ډون د ریتهک روشن ډيره لویه مینه واله وه اؤ دهغه هر فلم به یې کتلو خو دهغې د ۳۳کلن میړه دنیشور بدهیدت دا خبره بیخي نه خوښېدله چې هغه ولې ریتهک روشن خوښوي.

یو شمیر نړیوالو مطبوعاتو د نیویارک پولیسو له خولې لیکلي چې له وژل کیدو یوه ورځ دمخه د ډون میړه هغې سره ژمنه کړې ده چې د فلم کتلو دپاره به یې سینیما ته بوځي خو بیا څو شیبې وروسته دنیشور خپلې خینې(دښځې خور) ته یو لیکلی پیغام واستولو چې” ماستا خور ووژله”

ریتهک روشن
ریتهک روشن

پولیس وایي دینیشور د خپلې میرمنې له وژلو وروسته دهغې مړی پخپله خونه یا فلیټ کې پرېښودلو اؤ دخپل کور کیلي یې بهر په ګلدان کې کېښوده اؤ تر هغې وروسته یې ځان هم په یوه نزدې ونه پسې تیزندي کړو.

مطبوعات وایي میرمن ډون دهغې میړه په چاقو وهلې اؤ وژلې ده اؤ پولیسو تر دې دمخه یو دنیشور دخپلې میرمنې د وهلو په جرم کې نیولی ؤ.

د وژل شوې میرمنې ډون اؤ واده د دینیشور سره سږکال د جولایي په میاشت کې شوی ؤ اؤ د ډون ملګرې پولیسو ته ویلي چې هغې ته څو،څو کرته ډون ویلي وؤ چې میړه یې وهي ټکوي اؤ د وژلو ګواښونه ورته کوي.

خو وایي چې هغې به دا هم ویل چې له دې هر څه باوجود د خپل میړه سره زیاته مینه کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG