لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فېسبوک وایي سږ کال یې د پاکستان په غوښتنه تر پینځه زره زیات مواد ختم کړي


واشنګټن ــــ د ټولنیزې رسنۍ فېسبوک ادارې د روان 2019م کال د جنوري او جون تر منځ په پینځو میاشتو کې په پاکستان کې تر 5690 زیاتې فېسبوک پاڼې، پوسټونه او نور مواد لرې کړي دي چې دا په نړۍ کې تر ټولو لوی شمېر دی.

فېسبوک د اکتوبر پر 13مه د شفافیت په نامه په خپل رپوټ کې ویلي، په پاکستان کې د فېسبوک پاڼو د بندولو او موادو ختمولو دا کچه د تېر 2018م کال تر هغه 30 فیصده زیاته شوې ده، وایي تېر کال یې په همدومره موده کې د بندو کړو پاڼو او لرې کړو موادو شمېر 4174 وو.

فېسبوک وایي په پاکستان کې یې هغو موادو او پاڼو ته د خلکو لاسرسی بند کړی چې د دې هېواد د مواصلاتو مرکزي ادارې (پي ټي اې) له خوا ورته رپوټ شوي وو او ورته ویل شوي وو چې "په دې کې د مذهبي سپکاوي د قانون د مخالفت، د عدلیې ضد، بدنامۍ او د هېواد د ازادۍ د غندنې مواد شامل دي".

په پاکستان کې د فېسبوک له خوا په ختم شوو پاڼو او نورو موادو کې 5376 پوسټونه، 128 ځانګړې پاڼې او ګروپونه، شپږ پروفایل اکاونټونه او دوه کمنټونه شامل دي، خو دا نه دي ویل شوي چې دا پاڼې او مواد په کومې ډلې پورې تړلي وو که د عامو خلکو وو.

دې ادارې له خپلې یوې بلې ټولنیزې رسنۍ انسټاګرام څخه هم هغه مواد لرې کړل شوي چې په پاکستان کې ورباندې پوسټ شوي وو. وایي له انسټاګرامه یې هم 178 مواد لرې کړي چې په هغوی کې 171 پوسټونه او 7 پروفایلونه وو.

د فېسبوک کاروونکو د معلوماتو غوښتنه:

د فېسبوک اداره وایي پاکستان ورڅخه د موادو د لرې کولو او پاڼو د بندولو تر څنګ د هغو د کاروونکو د معلوماتو رسمي غوښتنه هم کړې او وایي دا غوښتنې هم تر تېر کال 5.3 فیصده زیاتې شوې دي.

وایي د 2018م کال په وروستۍ نیمایي کې یې د 1752 فېسبوک کاروونکو په اړه معلومات غوښتي وو او د روان 2019م کال د جنوري او جون تر منځ په پینځو میاشتو کې یې د 1849 کاروونکو معلومات غوښتي چې وایي دا تر ټولو لوړه اندازه ده.

رپوټ وایي پاکستاني چارواکو له فېسبوک ادارې غوښتي چې د 2594 کاروونکو په اړه معلومات ورکړي، چې وایي په هغوی کې 175 بیړنۍ (ایمرجنسي) غوښتنې وې او 1674 په قانوني توګه ځنې شوې وې.

د فېسبوک اداره وایي دوی پر 51 فیصده غوښتنو عمل کړی. وایي دوی ته چې د حکومت له خوا کومې غوښتنې کېږي، نو د مروجو قوانینو او شرایطو په رڼا کې هره غوښتنه په توجه ګوري او د هغې د منلو یا ردولو پرېکړه د قانون په رڼا کې کوي.

له فېسبوکه د نورو هېوادونو غوښتنې:

فېسبوک وایي له هند، برتانیې، جرمني او فرانس وروسته امریکه هم له هغو هېوادونو څخه ده چې د موادو د لرې کولو او د پاڼو د بندولو غوښتنې یې ورته کړې دي. وایي د ټولو هېوادونو د حکومتونو له خوا 128617 غوښتنې ور لېږل شوې دي.

د رپوټ له مخې امریکې په تېرو پینځو میاشتو کې ورڅخه 50741 غوښتنې کړې دي چې وایي د 82461 اکاونټونو په اړه یې معلومات غوښتي دي.

هند ورته د 33324 کاروونکو د تفصیلي معلوماتو په اړه 22684 غوښتنې کړې، برتانیې ورته د 10550 کاروونکو د معلوماتو په اړه 7721 غوښتنې کړې، جرمني د 9800 کاروونکو لپاره 7302، فرانس د 6961 کاروونکو لپاره 5782 غوښتنې کړې دي.

د کرکې او جنسي ځورونو ختم کړي مواد:

دغه نړیواله ټولنیزه رسنۍ وایي له فېسبوک او انسټاګرامه د کرکې او د ماشومانو د جنسي ځورونې د موادو د لرې کولو لپاره یې ګړندي ګامونه اخیستي دي.

فېسبوک وایي له دغو دواړو پاڼو یې سږ کال د اپرېل او سپټمبر میاشتو تر منځ یې شاوخوا 3.2 اربه جعلي اکاونټونه ختم کړي، چې وایي تېر کال یې په همدومره موده کې 1.5 جعلي اکاونټونه ختم کړي دي.

فېسبوک زیاتوي چې 11.5 میلینه هغه پوسټونه یې هم سږ کال په پینځو میاشتو کې لرې کړي چې له کرکې ډک وو، په تېر 2018م کال کې یې هم 5.4 میلینه مواد لرې کړي وو چې وایي کرکه یې خپروله.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG