لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که طالبان له خپلو ژمنو اوړي په ضد به یې ګډ اقدام کوؤ،دامریکا اؤ افغانستان اتفاق


امریکې اؤ افغان حکومت طالبانو سره یوې سیاسي هوکړې ته رسېدو لپاره د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په موخه د مخکې شرط په توګه د اوربند او د تاوتریخوالي پر کموالي هوکړه کړې ده اؤ ویلي یې دي فغانستان به یو وار بیا د بین المللي تروریستي ډلو د فعالیتونو په ډګر بدل نه شي.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین سره جلا جلا تیلفوني اړیکې نیولي اؤ دحقاني شبکې د لوړ پوړو بندیانو په خوشې کولو سره ورسره خبرې کړي دي.

یره اوونۍ ولسمشر اشرف غني‌ اعلان کړی ؤ چې دامریکایي پوهنتون د دوؤ برامته کړل شوؤ استاذانو په بدل دطالبانو درې مهم بندیان انس حقاني،مالي خان اؤ حافظ رشید له زندانه خوشې کوي.

خو دنومبر په ۱۲ اؤ ۱۳مه کابل اؤ لوګر کې دموټري بمي چاودنو وروسته تیره ورځ د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي ویلي وؤ چې “افغان دولت دبندیانو په دې تبادله بیا دسره غور کوي اؤ دهیواد د ګټو په رڼا کې به ګام اخلي”

دافغان صدارتي ماڼۍ بیان کې ویل شوي د ولسمشر اشرف غني اؤ لوړ پوړو امریکایي چارواکو ترمنځ شوؤ ټیليفوني خبرو کې واړو لوریو د طالبانو/ حقاني د درېوؤ لوړ پوړو بندیانو د خوشې کولو په اړه د افغانستان حکومت د وروستي تصمیم عملي کولو لپاره راتلونکي لازم ګامونه په هر اړخیز ډول وارزول.

دبیان له مخې امریکایي چارواکو د ولسمشر اشرف غني د تصمیم په ملاتړ په ټینګار ژمنه وکړه چې د افغانستان حکومت سره به ګډ کار کوي ترڅو له خپلو ژمنو د اوښتو پر مهال د طالبانو له لوري د هر ډول تاوتریخوالي په مقابل کې ځواب ووایي.

د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار، د افغان امنیتي ځواکونو کړنې په ځانګړي ډول د خراسان ډلې داعش د خوندي پناه ځایونو لمنځه وړو په برخه کې وستایلې.

امریکایي لوري د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ ترڅو افغانستان یو وار بیا د بین المللي تروریستي ډلو د فعالیتونو په ډګر بدل نشي.

طالبانو په کال ۲۰۱۶م کې په کابل کې دامریکایي پوهنتون دوه استاذان برامته کړي چې تر اوسه دهغوئ په بند کې پراته دي اؤ ددغو استاذانو د خوشي کولو په موخه په دې وروستیو کې افغان سولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد هم طالب مشرانو سره اسلام اباد کې مخ په مخ خبرې کړې وې.

تښتول شوؤ استاذانو کې د کیون کنګ تعلق دامریکا اؤ ټموتهي ویکز تعلق د اسټریلیا سره دی.

امریکا اؤ‌ طالبانو دتیرکال راهسې قطر کې دسولې خبرې پیل کړې وې اؤ‌ دسولې یو غوڅ تړون ته هم نزدې شوي و‌ خو تیره میاشت کابل کې په یو خونړي برید کې دیو امریکایي عسکر په ګډون د ۱۲ کسانو له وژل کیدو وروسته امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ د سولې دغه خبرې ودرول

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG