لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قاضي کهوسه: پېغور مه راکوئ موږ یو وزیراعظم مستعفی، بل سزا کړ او جرنېل سزا کوو

واشنګټن ــــ د پاکستان د تر ټولو ستر عدالت سپریم کورټ مشر قاضي آصف سعید کهوسه د وزیراعظم عمران خان په جواب کې ویلي چې د عدلیې د ازادولو پېغور دې نه ورکوي ځکه چې وایي عدالت د پاکستان یو وزیراعظم له خپلې څوکۍ لرې کړ، بل یې سزا کړ او ژر به د پاکستان پوځي آمر هم سزا کړي.

"له 2009م کال را وروسته عدلیه بدله او ازاده ده، څوک وایي له ډار او د چا له کنټروله خلاسه نه ده، نه، موږ یواځې د قانون په رڼا کې فیصله کوو، زموږ په وړاندې نه څوک غټ دی نه ووړ دی نه زورور دی".

قاضي سعید کهوسه نن د شورو- چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د مدعیانو او وکیلانو لپاره د موبایل اېپ، د شکایتونو د ټلیفون مرکز، د سپریم کورټ په پینځو قضایي خونو کې د بشپړ ویډیو لینک اسانتیا، څېړنیز مرکز او د ویبپاڼې پرانیسته وکړه او ویې ویل چې عدلیې تل له وسیلو پرته خپل کار سر ته رسولی دی.

وزیراعظم عمران خان دوې ورځې وړاندې د هزاره سیمې د موټروې د پرانیستنې په غونډه کې د لاهور هایکورټ له خوا نواز شریف ته له هېواده بهر د علاج لپاره د تلو پرېکړې ته په اشارې سره د سپریم کورټ له قاضیانو وغوښتل، په هېواد کې د عدلیې په اړه دا تاثر باید ختم کړي چې د زورور او کمزوري لپاره جلا- جلا قوانین دي:

"دا زموږ تاریخ اوسېدلی چې د زورورو په ټلیفون یا په پیسو پرېکړې کېږي، زه له دواړو عزتمنو قاضیانو غواړم زموږ قانون داسې جوړ کړي چې یو تل ټولو کمزوری تن هم د زورور په وړاندې د انصاف تمه ولري".

قاضي آصف سعید کهوسه د عمران خان د دې خبرې په جواب کې وویل، چې نوازشریف ته له هېواده د علاج لپاره د تلو اجازه پخپله وزیراعظم عمران خان ورکړې وه، د لاهور هایکورټ یې یواځې د سفر د طریقه کار په اړه پرېکړه کړې وه.

د پاکستان سپریم کورټ د هېواد یو پخوانی وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني د عدالت د سپکاوي په مقدمه کې له خپلې څوکۍ لرې کړی، بل پخوانی وزیراعظم نواز شریف یې د پانامه مقدمې پر سر له څوکۍ لرې کړی او سزا کړی او د پخواني پوځي آمر جنرل مشرف په ضد د آیین د ماتولو د مقدمې پرېکړه به د نومبر پر 28مه کېږي.

قاضي کهوسه وویل د پاکستان په عدلیه کې خاموش انقلاب راغلی او وایي د عدالت په وړاندې یواځې قانون زورور دی بل هیڅ انسان زورور نه دی ځکه چې اوس یو قاضي خپل کار د عبادت غوندې کوي.

د سپریم کورټ مشر قاضي وویل چې عدالتونو هغه ټولې مقدمې فیصله کړې دي چې په تېرو پینځویشتو کلونو کې ځنډېدلې وې او وایي چې اوس ډېرې لږ مقدمې پاته دي چې په اړه یې پرېکړې وشي:

"3100 ججانو او مجسټرېټانو تېر کال د 3.6 میلینه [36 لکه] مقدمو پرېکړې کړې دي، چې له یو دوو پرته نورې ټولې د کمزورو او د ټیټې طبقې د خلکو وو".

ښاغلي کهوسه وویل عدلیې د لکونو خلکو پرېکړې کړې دي خو وایي یواځې د خاصو کسانو د مقدمو پرېکړو ته په رسنیو کې ځای ورکړل شوی دی، خو وایي د هغو 3.6 میلینه خلکو مقدمې هم باید هېرې نه شي چې عدالتونو فیصله کړې دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG