لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالب پلوه افغان سیاسي څېړونکی وحید مژده نن په کابل کې و وژل شو


واشنګټن ــــ د افغانستان طالب پلوه لیکوال او د سیاسي چارو څېړونکی وحید مژده نن په کابل کې ناپېژاندو کسانو په ډزو وژلی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، وحید مژده نن د کابل په دارالامان سیمه کې له خپل کوره د لمانځه لپاره جومات ته روان وو، چې پر موټرسایکل سپرو وسلوالو ورباندې ډزې وکړې او ویې واژه.

د وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، په پېښه کې په لاس لرونکو وسلوالو پسې یې پلټنه پیل کړې خو تر اوسه یې د هغه د وژنې په تړاو څوک نه دي نیولي. وحید مژده پر ټویټر لیکلي:

"ماښام پر 5 بجې د لمانځه لپاره جومات ته روان وو، چې د روس سفارت ته نیژدې دوو موټرسایکل سپرو کسانو ډزې ورباندې کړي او وژلی یې دی".

د وحید مژده د وژنې ذمه واري سمدستي کومې وسلوالې ډلې یا بل چا پر غاړه نه ده اخیستې.

ښاغلی مژده په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په مهال د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هم پاتې شوی او په وروستیو کې ورباندې د طالبانو د پلوۍ تورونه هم لګېدل.

د یادونې وړ چې څو ورځې وړاندې په کابل کې پر یو بل سیاسي څېړونکي محمد حسن حقیار باندې هم ناپېژاندو وسلوالو ډزې کړې وې چې هغه پکې سخت ټپي شوی وو. حقیار هم د طالبانو پلوی ګڼل کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG