لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیګار: په افغانستان کې د فساد سره مبارزه دې په یوه غټه او په جدي مسله بدله شي


د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امريکا د څار ادارې (سیګار) وايي د طالبانو لیکې له دې امله پیاوړې شوي چې د افغان حکومت په ادارو کې اداري فساد (کرپشن) شتون لري.

دا خبره د سیګار مشر جان سپکو پرون د امریکا پلازمینې واشنګټن کې د ویلسن څیړنیز سنټر ته په خبرو کې کړې ده.

نوموړي ویلي، دطالبانو ډلې لخوا په خپلو لیکو کې د جنګیالیو ورګډول د افغانستان په حکومتي ادارو کې د فساد شتون اغېزمنه لاره ځکه ده چې هغوی خلکو ته دا په ډاګه کوي چې په داسې حالت کې تاسو څه ډول کولی شي چې په افغان حکومت باور وکړی.

جان سپکو په افغانستان کې له اداري فساد سره په مبارزې ټینګار وکړ او له امریکا او نورو متحدو هیوادونو څخه یې غوښتنه وکړه چې له فسا سره مبارزې ته لومړیتوب ورکړي.

د افغانستان د بیارغونې په چارو د امریکا د څار ادارې له دې خبرې هم یاده وکړه چې د تیرو حکومتونو په پرتله دملي یوالي حکومت له اداري فساد سره د مخنیوي په چارو کې پرمختګ کړی او په دې برخه کې یې د افغان حکومت له هڅو ستاینه وکړه .

د سیګار مشر ویلي هغه مرستې چې د امریکا او نورو هېوادونو لخوا د افغانستان له حکومت سره کیږي په هغې باید څارنه موجوده وي ترڅو دغه مرستې په ځای مصرف شي او د اداري فساد او د قانون خلاف د بیلابیلو کاروایانو مخه ونیول وشي.

د افغانستان د بیارغونې په چارو د امریکا د څار ادارې په مرسته کووونکو نورو هېوادونو هم غږ کړی چې د اداري فساد موضوع جدي ونیسي او د بیارغونې هغه پروژې چې په افغانستان کې عملي کیږي د خلکو اړتیا په پام کې نیولو سره د اولس په همغږۍ دې پلي شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG