لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ افغانستان کې اوربند ته هیله مندي ښودلې ده


دامریکې صدر ښاغلي ډانلډ ټرمپ دطالبانو له بنده د امریکایي پوهنتون د دوؤ برامته استاذانو په خوشې کیدو خوښي ښکاره کړې اؤ هیله یې ښودلې ده چې دا ګام به افغانستان کې د اوربند سوب وګرځي.

په ټوئټر خپل یو بیان کې ښاغلي‌ ډانلډ ټرمپ دافغان ولسمشر اشرف غني څخه مننه کړې ده چې دطالبانو سره یې دبندیانو په تبادله کې زړور ګام واخستو.

په افغانستان کې دکال ۲۰۱۶م څخه دطالبانو لخوا برامته شوي دامریکایي پوهنتون دوه بهرني استاذان امریکایي کیوین کینګ او استرالیایي تیموتي ویکس اوړمه ورځ طالبانو له بنده خوشې کړي اؤ افغان دولت د دوئ په بدل کې درې مهم طالب مشران انس حقاني،مالي خان اؤ حافظ سعید طالبانو ته ورپریښودي دي.

صدر ټرمپ ویلي د استاذانو خوشې کول به دسولې برخه کې دښو لاسته راوړنو،اوربند اؤ د اوږدې جګړې دپائ لامل شي.

افغان طالبانو هم پخپل یو خپور کړي بیان کې د خپلو دریوؤ کسانو انس حقاني، حاجي مالي خان، او حافظ عبدالرشید خوشي کېدل یو مثبت ګام بللی.

طالبانو خپل بیان کې دا خبره تایید کړې چې هغوی دوه بهرني استاذان او لس افغان عسکر خوشي کړي دي اؤ ویلي یې دي دا ټولې کړنې، د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته کولی شي.

د بندیانو د خوشي کېدو په اړه د امریکا معتبرې ورځپاڼې نیویارک ټایمز خبر خپور کړی او ویلي یې دي ځینې افغانان اوس هم دا وېره لري چې دا به د سولې له نویو خبرو سره مرسته و نه کړي.

افغان ولسمشر اشرف غني تېره اوونۍ اعلان کړی وو، چې د دوو بهرنیو استادانو په بدل کې د طالبانو دغه درې تنه مهم بندیان له امریکایي متحدینو سره تر سلامشورو وروسته په دې هیله خوشي کوي، چې د سولې په خبرو کې پرمختګ وشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG