لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یو اېس ای پي سېمینار: په افغانستان کې له تعلیمي لارې د جګړې د حل لپاره کار کوو


واشنګټن ــــ د تاریخ په اوږدو کې د لوړو زدکړو موسسو د تعلیم، روزنې او تحقیق له لارې د شخړو یا جګړو په حلولو کې ډېر مهمه رول لوبولی.

د امریکې د سولې انسټیټیوټ (يو اېس ای پي) او د نړیوالو ښوونکو اتحادیه (نفسا) سږ کال د پوهنې نړیوالې اوونۍ د لمانځلو په مناسبت د نومبر په 19مه په واشنګټن ډي سي کې د څېړونکو یوه غونډه کړې وه.

په دې ناسته کې د دواړو ادارو کارپوهانو د نړۍ د شخړو په حلولو کې د نړیوالو زدکړو د اهمیت په اړه خبرې وکړې. د نفسا ادارې مشرې ایستر ډي بریمر وویل:

"نفسا په نړۍ کې د لس زره 10000 غړو سره د لوړو زدکړو پر مخ بېولو تر ټولو لوی ملګری دی؛ زموږ مرکز په امریکا کې دی خو تر 130 په زیاتو هېوادونو کې غړیتوب لرو."

د سولې انسټیټیوټ د بهرنیو اړیکو څانګې مرستیالې مشرې جېل ویلش تر آیین یا قانون لاندې د ادارو راوستلو موضوع ډېره مهمه وبلله ځکه چې وایي دا کولای شي د سولې او ثبات راوستلو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

مېرمن وېلش زیاته کړه:


"موږ په افغانستان کې د جګړو د حلولو او سولې په اړه له تېرو دوو لسیزو راهیسې خپل فعالیتونه کوو. د بېلګې په توګه موږ د سولې او شخړو د هوارۍ د مطالعې یو نصاب جوړ کړ چې بیا د افغانستان حکومت خپل کړ او اوس په ټولو پوهنتونونو کې یې کارول کیږي. "

د خبریالې منزه شهید د يوې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان نوي نسل یا ځوانانو د سولې په فعالیتونو کې د شاملولو لپاره دا مهال کومې موقعې دي نو مېرمن وېلش وویل:

"موږ د افغانستان لپاره د جنرېشن چېنج په نوم ځانګړی پروګرام لرو چې هر کال پکې افغان ګډونوال برخه اخلي. دا یو ډېر پیاوړی پروګرام دی ځکه چې د دغه پروګرام له لارې د ځوانانو تر منځ یو زغم زیاتېږي، خو د دې تر څنګ زموږ ګلوبل کېمپس هم شته چې په لسګونو ویړیا کورسونه لري او ځوانان پکې ځان راجسټر کولای شي."

د امریکې د سولې انسټیټیوټ او نفسا دواړه په دې باور دي چې نړیوال تعلیم د بورسونو یا سکالرشېپونو زدکړې ته وده ورکوي، د مختلفو تجربو او نظر لرونکو خلکو تر منځ پوهه او درناوی پیدا کوي او همداراز د نړۍ په کچه پیاوړو کسانو ته وده ورکوي او د نړیوالې ټولنې لپاره یو ښه مشرتابه هم پیدا کوي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG