دافغانستان دبشري حقونو کمیشن وایي په افغانستان کې دښځو په وړاندې دتاؤ تریخوالي پېښې سیوا شوي اؤ یوازې د روان کال په اوو میاشتو کې په دغه هیواد کې دمیرمنو د ځورونې څه کم اووه زره پېښمې مخې ته راغلي چې په دې کې دجنسي ځورونې پېښې هم شاملې دي.
دشنبې په ورځ دافغانستان طلوع ټيلي ویژن د بشري حقونو دکمیشن دیو راپور په اساس ویلي چې په تیرو اوو میاشتو کې په افغانستان کې دمیرمنو په ضد دجنسي ځورونې ۱۲۳پېښې رامنځته شوي چې دا دتیرکال په پرتله یو فیصدي زیاتوالی ښایي.
په دغه راپور کې راغلي چې تیرکال په دې موده کې په ګرد افغانستان کې دمیرمنو په ضد د تاؤ تریخوالي دوه زره اؤ ۵۳۶پېښې رامنځته شوې وې خو داځل یې شمیره دوه زره اؤ ۷۶۴ده چې داټولې پېښې اته اعشاریه دوه فیصده زیاتوالی ښایي.
افغانستان کې عامو خلکو ته د اوښتو زیانونو په اړه د یوناما د کلني راپور پر اساس یوازې په ۲۰۱۸م کال کې ۱۱۵۲عامو ښځو ته د جګړې له امله مرګژوبله اوښتې وه.
پر جګړه سربېره بېوزلي،ټولنیز رسمونونه رواجونه،بېسوادي، بشري تاوتریخوالی او دې ورته ډېر نور هغه شیان دي چې په افغانستان کې یې د ښځو ژوند یو شمیر ستونزو سره مخ کړی دی.
څېړونکي وایي په تېرو ۱۸ کلونو کې د ښځو د وضعیت د ښهوالي لپاره د افغان دولت په چوکاټ کې د ښځو چارو وزارت په نوم، یو ځانګړی وزارت رامنځته شوی. دښځو دحقونو په نوم په لسګونو ټولنې فعالیت کوي، نړیوالې ټولنې هم د ښځو د وضعیت د ښه والي په نوم په میلیونونو ډالر مصرفوي اؤ ګڼ شمیر قوانین هم دښځو دحقونو دتحفظ دپاره جوړ شوي خو ددې هرڅه باوجود هم په افغانستان کې ښځې د سختو ستونزو او تاتریخوالي سره مخ دي