واشنګټن ــــ د امریکې یوه عدالت ایران ته امر کړی چې د یوه ایراني نسله خبریال او د هغه د کورنۍ د نیولو او 544 ورځې په غیرقانوني بند کې ساتلو په بدل کې 180 میلینه ډالره تاوان ورکړي ځکه چې وایي پر هغه یې نفسیاتي او بدني تشدد کړی دی.
د واشنګټن د یوه ضلعي عدالت قاضي رچرډ لېون دا پرېکړه د جمعې په ماښام د دې خبریال په شکایت د درج شوې مقدمې په نتیجه کې اورولې ده.
ایران د جېسن ریزاین په نوم دغه خبریال د 2014م کال د جولای پر 22مه کې د جاسوسۍ په تور نیولی وو او تر سزا بشپړولو وروسته په 2016م کال کې را خوشي شوی وو. د هغه مېرمن یګانا صالحي یې هم له هغه سره یو ځای نیولې وه خو بیا یې دوې میاشتې وروسته خوشې کړې وه.
عدالت ویلي ایراني چارواکو د بند په مهال خبریال ځورولی، تشدد یې ورباندې کړی، خوب ته یې نه دی پرېیښی او د ناروغۍ په مهال یې د هغه درملنه نه ده کړې.
عدالت دا هم ویلي چې ایران د بند په مهال ښاغلي جېسن ته د وژلو ګواښونه کړي ځکه چې وایي په دې کار سره یې غوښتل د هغه په بدل کې په امریکه کې د ایراني بندیانو خوشي کېدو ته لاره جوړه کړي.
امریکایي قاضي ویلي چې د یو تن یرغمل کول، پر هغه تشدد کول او د هغه په بدل کې له امریکې سره په مذاکراتو کې خپلې ګټې تر لاسه کول یو له شرمه ډک کار دی چې وایي د سزا وړ دی.
که څه هم له ایراني بنده خوشي شوي خبریال له ایرانه ده ته د ورکړل شوې سزا په بدل کې د 1 ارب ډالرو غوښتنه کړې، خو عدالت ایران ته امر کړی چې ښاغلي جېسن، د هغه مېرمنې یګانا او ورور علي ته دې 150 میلینه د سزا په بدل کې، 24 میلینه د درد، عذاب او اقتصادي تاوان په بدل کې او څو میلینه نورې دې د هغه مېرمنې او ورور ته ورکړي.
ایراني چارواکو لا د دې پرېکړې او دعوو په اړه څه نه دي ویلي او نه دا معلومه ده چې ایران به د امریکایي عدالت له خوا ټاکل شوې جرمانه خبریال ته ورکړي که نه، خو د هغه وکیل ډېویډ ډبلیو. بووکر وایي، کېدای شي مؤکل ته یې دا پیسې د کانګرس له هغې بودیجې ورکړل شي چې په 2015م کال کې د ترهګرۍ ښکار خلکو لپاره ځانګړې شوې ده.
رسنۍ وایي د امریکې عدالت په تهران کې د سویټزرلېنډ د سفارت په وسیله د ایران حکومت ته خبرتیا هم ور لېږلې وه، خو وایي ایران کله هم د دې ایراني نسله خبریال په مقدمه کې برخه وا نه خیسته.