لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:سوله دهر افغان غوښتنه ده خو داسې سوله چې امنیت راولي


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي سوله د هر افغان غوښتنه ده، خو هر وطنوال ته د سولې معنی دا ده چې امنیت به راولي اؤ دا سوله باید د ثبات، پرمختګ او ورورولۍ لامل شي

دسه شنبې په ورځ دملي دفاع وزارت کې د نظامي ښځو، سولې او امنیت په لومړني کنفرانس کې د وینا په مهال ولسمشر غني وویل سوله له یو سمت، ګوند او قوم پورې تړاو نه لري، بلکې سوچه افغاني ده. د تلپاتې سولې لپاره اړینه ده چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه خپل اساسي رول لا زیات کړي.

د ولسمشر دماڼۍ نه دخپور شوي بیان له مخې ښاغلي اشرف غني وویل داعش په ننګرهار کې ستره ماته خوړلې او په ټول افغانستان کې د افراطیت مخه نیسو. طالب په تاوتریخوالي دا ولس نشي ماتولی.

هغه زیاته کړه، د افغانستان په اوسني حالت کې هیڅوک د قانون حاکمیت ته ګواښ نشي پېښولیموږ د قانون تابع یوو او د قانون پر اساس خپلې دندې پرمخ وړو او ټول دې پوه شي چې دا د ګواښونو او معاملو نه، بلکې د پرېکړو هیواد دی

نوموړي وویل د افغان ولس غېږ ډېره پراخه ده او هر افغان ته ځای لري. یو بل باید ومنو، په اصولو او قواعدو مخته ولاړ شو.

هغه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او افغان ښځو ته ډاډ ورکړ چې ستاسو په حقونو او پرمختګونومعامله نه کېږي. موږ په اصولو ولاړ یوو او تاسو برحقه یاست.

دتیرکال راهسې چې امریکا قطر کې طالبانو سره دسولې خبرې پیل کړې وې،ولسمشر اشرف غني په دغه جریان کې څو کرته طالبانو ته دمخ په مخ مذاکراتو اؤ اوربند بلنه ورکړې خو طالبانو هرځل داشرف غني دمذاکراتو بلنه رد کړې ده.

طالبان دریځ لري چې وړومبی به امریکا سره دسولې تړون کوي له هغې وروسته افغان دولت سره په اوربند خبرې کولی شي.

دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ قابو دوه میاشتې وړاندې کابل کې دیوې خونړۍ بمي چاودنې وروسته طالبانو سره دسولې خبرې ودرولي خو روانه درې ورځې وړاندې صدر ټرمپ دفاکس نیوز سره یوه مرکه کې ویلي وؤ چې امریکا طالبانو سره د سولې په ټړون بیا کار پیل کړی دی.

څېړونکي وایي د ولسمشر اشرف غني لخوا تیره اوونۍ ددوؤ بهرنیو استاذانو دخلاصون بدل کې د درېوؤ لوړ پوړو طالب مشرانو دبند نه دخوشې کولو اقدام دطالبانو اؤ امریکا ترمنځ دسولې فضاء ته یو ځل بیا لاره هواره کړې ده اؤ داځل به داشرف غني حکومت هم دسولې ددې خبرو مهمه برخه پاتې شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG