د لویدیځ یو شمېر رسنیو چې په فارسي ژبه خپرونې کوي په ایران باندې نیوکې کړي چې په امریکا او اروپا کې د دوی خبریالان او بیا په ایران کې ددغو خبریالانو خپلوان ځوروي.
د بي بي سي ویاند د امریکا غږ فارسي څانګې ته په یوې استولې اعلامیې کې ویلي، د ایران لخوا تر ټولو زیات ګواښونه په لندن کې د دوی د فارسۍ څانګې خبریالانو او د هغوی کورنیو ته شوي.
خبر زیاتوي، دغه ګواښونه وروسته له هاغې زیات شول کله چې د فارسي څانګې لخوا د ایران د حکومت پر ضد د روانو لاریونونو په اړه راپورونه خپاره شول.
په ایران کې د نومبر په ۱۵ نېټه د حکومت پرضد لاریونونه وروسته له هاغې پیل او بیا ډېر ژر لسګونو نورو ښارونو ته خپاره شول چې د حکومت لخوا د تېلو او ګازو په بیو کې د پام وړ زیاتوالی راغی.
د ایران حکومت د دغو لاریونونو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار اخیستی او په لندن کې د بخښنې نړیوالې ادارې ویلي، چې د ایران امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۱۴۳ کسان وژلي.
ددغو لاریونونو پر وخت ځینو ودانیو ته اور اچول شوی او ځینې دوکانونه لوټ او تالا شوي دي خو ایراني چارواکو لا تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې شمېره نه ده خپره کړې.
د بي بي سي ویاند وویل:
"دا ډېره د خفګان خبره ده چې ایران خبریالان او بهر میشتې فارسي ژبې رسنۍ چې د لاریونونو په اړه یې راپور ورکاوه ګواښلي دي."
هغه وړاندې وویل، مونږ د ډېرو کلونو راهیسې هڅه کوو چې په ایران کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د نړۍ پام را واړوو او مونږ له ایراني چارواکو څخه غواړو چې دغو ګواښونو ته دې د پای ټکی کېږدي.
په پاریس کې د بې پولې خبریالانو ادارې (ار اس اف) د نهې یا سې شنبې په ورځ په یو خپور کړي راپور کې لیکلي دي، چې دوی ته د ایران لخوا د بي بي سي، امریکا غږ، ازادۍ راډیو او یو شمېر نورو فارسي ژبو څانګو خبریالانو ته د شویو ګواښونو په اړه اسناد رسېدلي دي.
ار اس اف ویلي، چې د ایران لخوا په دغو ګواښونو کې د ټولنیزو رسنیو له لارې حملې، سپکاوی، ډارول او داسې نور شامل دي.
د رسنیو د حقونو ډلې (میډیا رایټس ګروپ) ویلي، چې په انټرنیټ باندې ددغو ګواښونکو له ډلې څخه یو کس برتانیې ته د ایران سفیر حامد بن نژاد دی.
هغه په ایران کې د ناکراریو له پیل راهیسې په فارسي ژبه کړیو ټویټونو کې ادعا کړې چې راډیو فردا د ایران د حکومت په پرزولو پسې لګېدلې وه او د بي بي سي په یو خبریال باندې یې تور لګولی وه چې په لندن کې د سفارت مخې ته د راټولو شویو مخالفینو سره یې خبرې لکه له ترهګرو سره خبري دي.
د نومبر په ۱۹ نېټه حامد په یو ټویټ کې لیکلي دي، چې ایرانیان به هېڅکله دا ورځې هېرې نه کړي په کومو کې چې بي بي سي، امریکا غږ او داسې نورې رسنۍ د لاریون کوونکو د تحریکولو له لارې ایران له خطر سره مخامخ کوي.
ار اس اف دا هم لیکلي، چې د ایران لخوا د ګواښونو بل اړخ دا دی چې د ایران استخباراتي مامورینو د ځینو بهر مېشتو خبریالانو مور او پلار ګواښلي دي او هغوی ته یې ویلي دي، چې له خپلو اولادونو څخه وغواړي چې دوښمن ته دې نور کار نه کوي.
د نومبر په ۲۳ نېټه د بي بي سي د فارسي څانګې یوې خبریالې فرناز قاضي زاده لیکلي چې د هغې ۷۳ کلن پلار ته د هغې او د هغې د خور په اړه چې هغه هم له بي بي سي سره کار کوي ګواښونه شوي.
هغې په ټوېټر باندې لیکلي دي، چې زمونږ د کورنۍ غړي برمته شوي دي.
د امریکا غږ مشرې امېنډا بېنټ په یو وېډیويي پیغام کې ویلي:
"زه د ایراني چارواکو لخوا په ایران کې د ژورنالستانو د کورنیو ځورول په کلکه غندم."
هغې زیاته کړې مونږ له ار اس اف سره په دې غندنه کې یو ځای یو او دا غواړو چې زمونږ د ژونالستانو کورنۍ دې ژر تر ژره خوندي شي.
ایران دا هڅه هم کوي چې خپل خلک د امریکا غږ د فارسي ژبې له ټي وي پروګرامونو څخه بلاک کړي او په تېرو ۱۳ کلونو کې ایران د امریکا غږ خبریالانو ته دا اجازه نه ده ورکړې چې د ایران له دننه څخه راپور ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د نهې یا سې شنبې په ورځ د یوې خبري غونډې پر وخت د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د ټرمپ اداره کوښښ کوي ایران دې ته وهڅوي چې د یو نورمال هېواد په توګه د رسنیو ازادي خوندي وساتي خو کله چې داسې راپورونه رارسېږي نو دا خبره رایادوي چې زمونږ کار لا بشپړ شوی نه دی.