لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجنرال باجوه دسرنوشت فېصله نن کیږي،سپریم کورټ خپله پرېکړه خوندي کړه


دپاکستان ستره محکمه کې د پوځ دسرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه دماموریت دمودې غځولو په اړوند دقضیې اوریدنه سرته رسېدلې اؤ محکمې خپله پرېکړه خوندې کړې ده چې تر نن (زیارت)ماښام پورې به وارول شي.

دپاکستان دپوځ سر دلښکر دملازمت موده نن دشپې دولس بجې سرته رسیږي اؤ حکومت غواړي چې هغه درېوؤ کالو نور پخپله څوکۍ پاتې شي خو سپریم کورټ وایي دپوځ دمشر دماموریت دمودې غځولو پرېکړه به دائین اؤ‌ قانون له مخې وي.

د زیارت په ورځ ترسره شوې اوریدنه کې محکمې سرکاري وکیل ته ویلي چې باید محکمې ته حلفیه بیان ورکړي چې په شپږو میاشتو کې به د پوځ دسرلښکر دمودې غځولو دپاره قانون جوړوي اؤ د ترمیم شوې اعلامیې څخه به داخبره وباسي چې دپوځ دمشر دملازمت موده د درېوؤ کالو دپاره غځول کیږي.

ددې ترڅنګ محکمې دا هم ویلي چې د پوځ دسرلښکر میاشتنی معاش اؤ مراعات هم باید په اعلامیه کې په ډاګه کړل شي.

د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د نوکرۍ د مودې غځولو په قضيه د سپريم کورټ د مشر قاضي چيف جسټس اصف سعيد کهوسه په مشرۍ اورېدنه کې عدالت اټارني جنرل ته ويلي عدالت ته دې باور ورکړی شي چې پوځي قانون (ارمي اېکټ) دې د کابینې په وړاندې کېښودی شي او اړین بدلونونه دې پکې وکړی شي.

اټارني جنرل عدالت ته د باور ورکولو وروسته چيف جسټس، اټارني جنرل ته ويلي چې د پوځ د مشرد ټاکلو او د هغه د نوکرۍ د مودې غځولو په اړوند دې پارليمان په شپږو مياشتو کې قانون سازي وکړي او پوښتنه یې ترې کړې چې که قانون جوړ نه کړی شو دا ټاکنه به غېر قانوني وګرځولی شي؟.

چيف جسټس ويلي د پوځ د مشر د ټاکنې حکمنامه ګډه وډه ده نوې سمري دې جوړه کړی شي او د درېو کالو د مودې غځولو توري دې ترې وويستل(حذف) شي.

چيف جسټس ويلي په سمرۍ کې د عدالتي اورېدنې يادګېرنه شوې حکومت دې خپل بوج په خپله پورته کړي په عدالت دې يې نه اچوي د عدالت يادګېرنه دې ترې لرې کړی شي.

په اورېدنه کې عدالت د پخوانيو پوځي مشرانو د ریټايرډ کېدو اسناد غوښتي او اټارني جنرل ويلي د ائين د ۲۴۷ مادې لاندې د پوځ مشر بيا ټاکل شوی دی او چيف جسټس بيا ویلي اوسنۍ ټاکنه د مخکنيو نه څنګه بدله ده؟.

عدالت ویلي پرون ورته ويل شوي وو چې جرنېل نه ريټايرډ کيږي نو که جرنېل نه ريټايرډ کيږي نو د هغه به بيا پنشن هم نه وي عدالت ته دې وويل شي چې د جنرل راحيل شريف اسناد دې عدالت ته ښکاره کړی شي چې هغه پنشن اخلي که نه اخلي.

د جرنل د ټاکنې په اړوند عدالت ويلي جنرل باجوه چې اوس د پوځ مشر دی او چې کله دا څوکۍ خالي شوې نه وي په دې بله ټاکنه څنګه کېدی شي.

چيف جسټس د اټارني جنرل نه غوښتي چې اقراري بيان (بيان حلفي) دې عدالت ته ورکړي چې په شپږو مياشتو کې به په قانون کې بدلون وکړي شي چې د پوځ د مشر د ټاکنې سره به پکې اړونده نورې خبرې شامل وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG