لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان نه وروسته افغانستان کې هم دټماټرو بیعې لوړې شوي دي


دپاکستان نه وروسته په افغانستان کې هم د ټماټرو بیعې لوړې شوي اؤ اوس په دغه هیواد کې یو کلو ټماټر په ۱۳۰افغانیو پلورل کیږي چې بې وزله خلک یې داخستلو توان نه لري.

دافغانستان دکرنې او مالدارۍ وزارت وایي دبیلابیلو سبزیو دفصلونو دسیوا کولو اؤ ښه کولو اؤ ښه کولو دپاره یې ګامونه اخستل پیل کړي دي.

دکابل زیات شمیر خلک وایي د هوا په سړیدو سره دټماټرو بیعه لوړه شوې اؤ وړاندې چې به اوو کلو ټماټر یا رومیان په ۴۰ افغانیو ترلاسه کیدل اوس یو کلو په۱۳۰افغانیو پلورل کیږي.

دوی پرافغان حکومت له دې امله نیوکه کوي چې دسبزیانو دساتلو لپاره یې سړې خونې نه دي جوړې کړې او هرکال دژمي په موسم کې دټماټرو بیعې لوړیږي.

دکابل ښار اوسیدونکی فضل الرحمن دسبزیو او دټماټرو دبیعې له لوړوالي څخه د شکایت په توګه ډیوه سره خبرو کې وویل نږدې دوه میاشتې وړاندې دافغانستان په بازارونو کې اووه کیلو ټماټر په ۴۰ افغانیو پلورکیدل خواوس یې قمیت دومره لوړ شوی چې دیو کلیو ټماټرو بیه ۱۳۰ افغانی ده.

نوموړي وویل"افغانستان کې دامهال د رومي بانجانو غوښتنه زیاته شوې او عرضه کمه شوې او لامل یې همدا دی چې دټماټرو په موسم کې بانجان ذخیره نه شول او زیات ټماټر پاکستان ته صادر شول اوس چې ژمی شو نه پیداکیږي"

دسوداګرۍ اؤ صنایعو دخونې صلاحکار رحیم الدین اغا ډیوه سره په خبرو کې وايي که په افغانستان کې د سبزیو او په ځانګړې توګه د ټماټرو دساتنې لپاره سړو خونو شتون درلودو نو نرخونه به یې نه لوړیدل.

نوموړی وايي افغانستان کې دټماټرو د ارزان نرخ اؤ د سړو خونو د نه شتون له امله پاکستان ته یو څه اندازه ټماټر صادر شوي خو په افغانستان کې په په پراخه کچه رومیان کرل شوي ډیرنږدې وخت کې به بازرا ته راوځي او بیعې به یې بیرته را وغورځېږي.

دافغانستان دکرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر روستمي وايي ټماټر دهیواد له یو مهمو کرنیزو تولیداتو څخه دی.

نوموړي ډیوه سره په خبرو کې وویل دخصوصي ادارو لخوا دسبزیانو دساتلو په هدف جوړې شوې سړې خونې بسنه نه کوي او دژمي په موسم کې زیاتره سبزي او په ځانګړې توګه ټماټمر له ایران اوپاکستان څخه واریدیږي.

نوموړي وویل د سړو خونو د کمښت دستونزې هواري لپاره اقدامات اخیستل شوي او په تیرو لسو ورځوکې د درې زره مټریک ټنه او بله د ۵۰۰ه مټریک ټنه د سبزیو د ساتلو لپاره دوه سترې سړې خونې په کابل او هرات کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

هغه وویل حکومت راتلوونکي کال کې پلان لري چې یو شمیر سړې خونې جوړې کړي خو وزارت هڅه کوي چې بیلابیلې سبزۍ په هر موسم کې ترویج کړي او په دې سره به په ژمي کې دسبزیو او په ځانګړې توګه دټماټرو دکمښت ستونزه په راتلونکي کلونو کې نه رامنځته کیږي

په دې وروستیو کې نه یوازې په افغانستان کې دسبزیو او په ځانګړې توګه دټماټرو بیعې لوړې دي بلکې په ګاونډي هیواد پاکستان کې هم د دې سبزۍ بیعه لوړه شوې ده اودافغانستان دتازه سبزیو په مارکیټونو کې دامهال یو کیلو ایراني ټماټرپه ۱۳۰ افغانی پلورل کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG