لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عورت فاونډېشن: په بلوچستان کې سږ کال 69 ښځې د غیرت په نامه وژل شوې


واشنګټن ــــ د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې غیرسرکاري اداره عورت فاونډېشن وایي، د تېرو کلونو غوندې 2019م کال هم په بلوچستان کې د ښځو لپاره ښه کال نه وو او وایي سږ کال په تېرو یوولسو میاشتو کې په دې صوبه کې پر ښځو د بېلابېل تشدد 118 پېښې رپوټ شوې دي.

د بلوچستان د معلوماتي ټینګالوجۍ د پوهنتون (بیوټمز) د بایوټیکنالوجۍ د څانګې یوه زده کوونکې نړۍ وایي، ښځه که په ټولنه کې ورسره کېدونکی ظلم د خلکو او کورنۍ د پېغور له کبله پټوي نو وایي دا هم پر خپل ځان ظلم کوي:

"د غیرت په نامه تشدد یواځې پر ښځه کېږي حالانکې نارینه هم په داسې پېښو کې شامل وي او بیا ښځه دا فکر کوي چې که مې دا خبره بهر و ایستله چې له ما سره ظلم وشو نو خلک به خبرې کوي او د کورنۍ عزت به مې لاړ شي".

عورت فاونډېشن په خپل کالني رپوټ کې ویلي، سږ کال په بلوچستان کې 69 ښځې د غیرت په نامه وژل شوې دي، 17 ښځو د کورني تاوتریخوالي له کبله ځانوژنه کړې، پر 3 ښځو تېزاب پاشل شوي او څلور تښتول شوې دي.

د بیوټمز پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانګې یوه بله زده کوونکې مروه وایي، په ټولنه کې پر ښځو تشدد هغه وخت ختمېدای شي چې ټولنه او د خلکو ذهنونه بدل شي، وایي تر اوسه لا په ټولنه کې نرواکي (پېټریارکي) واکمنه ده ځکه له ښځو سره ظلم کېږي:

"که د ښځو د حقونو لپاره داسې قوانین جوړ شي، چې د ښځو بنیادي انساني حقونه پکې خوندي شوي وي او بیا دغه قوانین عملي شي نو هغه وخت ټولنه بدلېدای شي".


عورت فاونډېشن وایي، دا هغه پېښې دي چې پولیسو ته رپوټ شوې دي، وایي کېدای شي پر ښځو د تشدد پېښې تر دې هم زیاتې وي خو خلک یې د شرم او پېغور په خاطر پولیسو ته نه رپوټ کوي.

د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې ادارې وایي، که په ټولنه کې ښځې ته د برابرۍ په سترګه وکتل شي، تعلیمیافته شي، په سیاست او د ژوند په نورو چارو کې برخه ورکړل شي نو پر ښځو تشدد به کم شي. وایي که ښځې په جایداد کې حق او اقتصادي خپلواکي ولري نو شاید د نارینه وو له ظلمه و ژغورل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG