لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یمن:حوثي ملیشې دسعودي هیلي کاپټر رانسکور کړی،دوه پائیلوټان پکې وژل شوي


دیمن حوثي ملیشې دعوه کړې چې د سعودي عرب یوه هیلي کاپټر یې رانسکور کړی چې پکې دوه پائیلوټان وژل شوي دي.

نړیوالې خبري شبکې رائټرز دجمعې په ورځ د حوثي ملیشې د ویاند یحیی ساربه له خولې ویلي چې دسعودي عرب دا هیلي کاپټر یې دیمن په سرحدي سیمه کې د زمکې نه هوا کې په وار کوونکي میزائیل ویشتلی دی.

حوثي ملیشه وایي کله چې هیلي کاپټر ولګیدو نو اور پرې بل شو اؤ په زمکه راوغورځېدو چې له امله یې دوه پائیلوټان هم وژل شوي.

یحیی ساربه ویلي دسعودي اپاچي هیلي کاپټر دحوثي میلشو د ځالو مخبري کوله اؤ حوثیانو په خپله دفاع کې دا هیلي کاپټر رانسکور کړی دی.

رائټرز وایي حوثي ملیشې دخپلې دعوې رېښتیا ثابتولو دپاره هیڅ شواهد نه دي وړاندې کړي اؤ سعودي چارواکو هم ددې دعوې پخلی یا تردید نه دی کړی.

دتیر یو کال په مهال یمن کې تباه شوی دا دریم هیلي کاپټر دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG