لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا فضل الرحمن: جعلي پارلمان ته اجازه نه ورکوو چې په حساسو معاملاتو قانون سازي وکړي


واشنګټن ــــ په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند په ضد د جمعیت علمای اسلام ګوند په مشرۍ د اپوزیشن ګوندونو احتجاجي لړۍ درېیم پړاو ته اوښتې او نن یې په کراچۍ کې یو ځل بیا په لویه غونډه کې د وزیراعظم عمران خان استعفی او د هغه د حکومت ختمېدل غوښتي.

د جمعې په ورځ د پاکستان په لوی صنعتي ښار کراچۍ کې د نهو اپوزیشن ګوندونو په لویه احتجاجي جلسه کې زرګونو خلکو ګډون کړی وو، چې د تحریک انصاف ګوند د حکومت په ضد یې شعارونه ورکول.

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن احتجاجي جلسې ته په خپله وینا کې یو ځل بیا د تحریک انصاف ګوند حکومت او وزیراعظم جعلي وبلل او له منلو یې انکار وکړ. مولانا د جلسې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې د حکومت تر ختمولو به یې احتجاج روان وي:

"د پاکستان د بېخي مهم دفتر [پوځ] د فیصلې په اړه نه له دوی سره قانون شته او نه ورسره د قانوني چارې اهلیت لري، عدالت ورته ویلي لومړی قانون جوړ کړئ، قانون به څوک جوړوي، دې جعلي پارلمان ته موږ اجازه نه ورکوو چې په دومره حساسو معاملاتو کې قانون سازي وکړي".

په سیند کې د مسلم لیګ نواز ګوند صوبایي مشر علي اکبر ګجر هم جلسې ته وینا وکړه او د پوځ د مشر جنرل باجوه د نوکرۍ مودې غزولو ته په اشارې سره یې وویل، اوس هر څوک پوه شول چې د تحریک انصاف ګوند حکومت منتخب نه، ټاکل شوی دی:

"موږ ټولو به ویل چې دا سلیکټیډ [راوستل شوی] وزیراعظم نالایق دی کار نه شي کولای، ټول قوم به درته ویل تاسې چې دا [عمران خان] راولئ دا ملک نه شي چلولای، خو زموږ سلیکټرز [د عمران خان راوستونکي] په ضد وو چې موږ به هغه په دې ملک مسلطوو او واک به ورکوو".

اپوزیشن ګوندونو د احتجاج د درېیم پړاو (پلان سي) له مخې د جمعې په ورځ د بلوچستان په چمن ښار کې هم لویه احتجاجي مظاهره کړې وه چې سلګونه خلکو پکې ګډون کړی وو. احتجاج کوونکو د "ګو عمران ګو" [عمران خان دې مستعفي شي] نعرې وهلې او په لاسونو کې یې هم د حکومت د ختمولو شعارپاڼې را اخیستې وې.

اپوزیشن ګوندونو د "ازادي مارچ" په نامه د تحریک انصاف ګوند د حکومت په ضد روانه احتجاجي لړۍ د اکتوبر پر 27مه د پاکستان له کراچۍ ښاره پیل کړه او څلور ورځې یې په اسلام اباد کې پرله پسې احتجاج وکړ، خو مرکزي حکومت یې غوښتنې ونه منلې.

د احتجاج کوونکو ګوندونو رهبر کمېټۍ له حکومتي کمېټۍ سره پرله پسې څو ناستې هم وکړې خو غوښتنې یې ونه منل شوې او وروسته یې د خپل دویم پلان (پلان بي) له مخې په ټول هېواد کې څو ورځې پرله پسې لوی سړکونه وتړل او اوس یې د درېیم پلان (پلان سي) له مخې په ټول هېواد کې د احتجاجي مظاهرو او جلسو اعلان کړی دی.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG