لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قریشي:دافغان کشالې سیاسي هواري ته دصدر ټرمپ پرله پسې امادګي ګټور پرمختګ دی


پاکستان دامریکایي صدر ډانلډ ټرمپ لخوا دافغان کړکیچ دسوله ییز هواري دپرله پسې هڅو ستائنه کړې اؤ اؤ ویلي دافغانستان شخړه یوازې دافغانانو ترمنځ دخبرو دلارې هواریدلی شي.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي پخپل یو ټوئټ کې لیکلي دافغان شخړې سیاسي هواري ته د صدر ډانلډ ټرمپ پرله پسې امادګي یو زړه پورې پرمختګ دی.

هغه هیله ښودلې چې دا پرمختګ به افغانستان اؤ سیمه کې دامنیت اؤ سلامتۍ په ټینګښت کې لاس امداد وکړل شي.

شاه محمود قریشي زیاته کړې ده پاکستان به دټولو اړخونو سره په مشوره افغانستان کې دسولې اؤ جوړجاړي په عمل کې داسانیو رامنځته کولو لړۍ ته دوام ورکړي.

دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ د جمعې په شپه په یو ناساپي سفر کابل ته رسېدلی ؤ اؤ دغلته یې بهرنیو خبریالانو ته ویلي وؤ چې امریکې طالبانو سره دسولې دپاره تازه تماسونه پیل کړي اؤ هغوئ اوس سولې اؤ اوربند دواړو ته تیار شوي دي.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم امریکا سره د سولې لړ کې دتاه تماسونو پخلی کړی اؤ د جمعې په ورځ یې نړيوالې خبري شبکې رائټرز ته ویلي وؤ چې هغوئ اوس هم دسولې دپاره پخپل زوړ دریځ ولاړ دي.

امریکا دتیرکال راهسې په قطر کې طالبانو سره دسولې خبرې پیل کړې وې اؤ‌ دواړو خواؤ دعوه کوله چې دسولې په یو تړون متفق شوي هم دي.

خو دوه میاشتې وړاندې کابل کې په یوه بمي چاودنه کې دیو امریکایي سرتیري په ګډون د ۱۲ؤ کسانو له وژل کیدو وروسته صدر ټرمپ دسولې دا خبرې ودرولې وې اؤ ویلي یې وؤ دسولې خبرې اؤ‌ترهګري یو ځائ دوام نه شي کولی.

خو راپورونه وایي چې اوس یو ځل بیا امریکا اؤ‌ طالبان د سولې خبرو ته اماده شوي دي اؤ په تیره اوونۍ کې په دې لړ کې دطالبانو اؤ امریکایي چارواکو ترمنځ ځینې پټې اؤ‌ ښکاره ناستې هم شوي دي.

دطالبانو ویاند ویلي امریکا سره که دمذاکراتو لړۍ بیا پیل کوي نو داخبرې به له هغه ځایه پیل کیږي چرته چې ختمې شوې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG