لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د معذورانو نړیواله ورځ: له بمي چاودنو او ټرېفیکي پېښو سره معذوران نور هم زیاتېږي


واشنګټن ــــ د نورې نړۍ غوندې نن د دسمبر 3مه د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې هم له معذورانو سره خواخوږۍ نړیواله ورځ ولمانځل شوه. معذوران وایي له دوی سره د مرستې ځانګړی قانون کلونه پخوا جوړ شوی خو عمل ورباندې نه کېږي.

د بلوچستان د سوشل ویلفېر ادارې د رسمي شمېر له مخې په دې صوبه کې له دوی سره د رجسټر شویو معذورانو شمېر تر شپاړس زره زیات دی، خو غیررسمي شمېر تر دې څو چنده زیات ګڼل کېږي.

د دې ادارې مشره مسرت جبین وایي، په بمي چاودنو او ټرېفیکي پېښو کې د معذورانو شمېر ورځ تر بلې پسې زیاتېږي:

"له موږ سره 16300 معذوران رجسټر دي، موږ هڅه کوو په نوشکي او پښین کې د علاج مرکزونه جوړ کړو چې له بمي چاودنو او پېښو اغېزمن خلک ګټه ځنې واخلي".

د پښتونخوا د خیبر ضلعې په باړه تحصیل کې هم د معذورانو نړیواله ورځ د لوبو د یوې مېلې په بڼه لمانځل شوې ده، چې معذوره او روغو لوبغاړو پکې برخه اخیستې ده. د باړې اوسېدونکی محمد امین اپریدی- چې دواړه پښې یې د ګوزڼ له کبله معذوره دي- وایي، په باړه کې تر درې زره زیات معذوران دي:

"دلته داسې حالات تېر شوي دي چې د معذورانو روزګار ورسره خراب شوی دی، بېخي په تکلیف کې دي، د تعلیم سهولت هم ورته نه شته".

په خیبر کې د معذورانو د حقونو لپاره کارکوونکی ثناوالله اپریدی وایي، په خیبر کې له دوی سره 7500 معذوران له دوی سره رجسټر دي، چې وایي پر حکومتي ژمنو برسېره دوی له بنیادي تعلیم، روغتیایي اسانتیاوو او روزګاره بې برخې دي:

"د دوی ژوند هسې هم په ډېره سختۍ تېرېږي خو حکومت د دوی ضرورتونه نه پوره کوي، داسې معذوران دي چې ویل چېر، د بات روم کرسیو او فنډونو ته ضرورت لري او داسې معذوران شته چې علاج یې ممکن دی خو حکومت دوی له پامه غورځولي دي".

حمیدالله سیال په بلوچستان کې د معذورانو د ځانګړي تعلیم یو نابینا استاد دی، هغه وایي د معذورانو لپاره ځانګړی قانون په 2007م کال کې جوړ شوی خو وایي عمل ورباندې نه کېږي او معذوران د ژوند له بنیادي اسانتیاوو بې برخې دي:

"په دې قانون کې د معذورانو لپاره 5 فیصده کوټه ټاکل شوې او د دوی د علاج او تعلیم خبره پکې شوې ده خو تر اوسه په دې برخه کې هیڅ کار نه دی شوی او معذوران په هر اړخ کې له زیاتو ستونځو سره مخ دي".

د سوشل ویلفېر ادارې مشره مسرت جبین وي او اې ډیوه ته ویلي، د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې یې د معذورانو د ستونځو د حل لپاره په حکومتي کچه کار کړی دی:

"د ابتدایي تعلیم سکول ته مو د کالج درجه ورکړې چې په صوبه کې د معذورانو لومړنی کالج دی، د یوولسم ټولګي زده کوونکي یې اوس دوولسم ټولګي ته پاس شول، له دې پرته مو په صوبه کې معذورانو ته ویل چېرز، ځانګړي موټرسایکلونه، لاټۍ او ړندو ته سپینې لاټۍ ورکړې دي".

د خیبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې د تحریک انصاف ګوند غړی اقبال اپریدی وایي، د معذورانو حقونو خصوصاً د پولیو ختمولو ته وزیراعظم عمران خان ځانګړې توجه کوي او هیله من دی چې ډېر ژر له پاکستانه پولیو ختم کړي:

"عمران خان په تېرو ورځو کې په غونډه کې فیصله کړې چې کوم زموږ معذوره خلک دي دوی ته به هر ډول سهولت ورکوو، په بجټ کې به ورته برخه ځانګړې کوو او چې کوم اعلان شوي دي وایي هغه دې سمدستي ورکړل شي".

د بلوچستان وزیراعلی جام کمال نن د معذورانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په کوټه کې جوړه شوې غونډه کې ګډون کړی او اعلان یې کړی چې صوبایي حکومت یې د معذوره ماشومانو د خیرښېګړې لپاره 500 میلینه فنډ ځانګړی کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG