لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جلال اباد:ترهګریز برید کې ژوبل شوی دجاپانۍ موسیسې مشر ډاکټر ناکاموره هم ساه ورکړه


چارواکي وایي دچهارشنبې په ورځ دافغانستان ختیز ولایت ننګرهار کې کې په یو وسله وال برید کې ژوبل شوی دجاپانۍ موسیسې پي ایم ایس مشر ډاکټر ناکاموره هم دسختو ټپونو له امله مړ شوی دی.

دغه برید چې د چهارشنبې په سحر جلال ابا کې شوی ؤ پکې پکې د پي‌ ایم ایس موسیسې څلور ساتونکي اؤ یو ډرائیور وژل شوی ؤ اؤ د موسسې مشر ډاکټر ناکاموره پکې سخت ټپي شوی ؤ.

دننګرهار د والي ویاند ښاغلي عطاء الله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي چې ډاکټر ناکاموره دننګرهار څخه دعلاج په غرض دباګرام هوایي ډګر ته الوتکه کې وړل کیدلو چې په هوایي ډګر یې ساه ورکړه.

هغه ویلي په دې پېښه کې دډاکټر ناکاموره ترڅنګ دهغه څلور ساتونکي اؤ یو ډرائیور هم وژل شوي

تر دې وړاندې دننګرهار دعامې روغتیا د ریاست ویاند ډاکټر ظاهر عادل امریکه غږ ته ویلي وؤ په دغه پېښه کې دجاپاني موسسې مشر ډاکټر ناکاموره سخت ټپي دی چې اوس د علاج لاندې دی خو هغه دنوموړي روغیتایي حالت د اندېښنې وړ ښودلی ؤ .

سرچینې وایي برید په جلال اباد کې د سولې دکاروان ددفتر سره نزدې درېوؤ وسله والو کړی چې له برید وروسته تښتېدلي‌ دي.

دپېښې نه وروسته په ګڼ شمیر امنیتي ځواکونه دپېښې ته ځائ ته رسیدلي اؤ پلټنې یې پیل کړي خو سرچینې وایي تر اوسه ددې پېښې په تړاؤ څوک نیول شوي نه دي.

ددې پښې پړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې په امنیتي ځواکونو اؤ دبهرنیو موسیسو په فعالینو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو پړه طالبانو اؤ دداعش وسله والو په غاړه اخستې ده .

سرچینې وایي ډاکټر ناکامورا د یوې اوږدې مودې راهسې په ننګرهار کې د بیا ودانۍ کارونه ترسره کول اؤ هغه ته د افغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني تیرکال دافغانستان افتخاري تابعیت یا تذکره هم ورکړې وه

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG