لاس رسیدونکی لینک

 
شمالي کوریا او امریکا د ایټمي پروګرام پر سر یو بل ته د زور ښکاره کولو له خطر سره مخ دي
تازه خبر

شمالي کوریا او امریکا د ایټمي پروګرام پر سر یو بل ته د زور ښکاره کولو له خطر سره مخ دي


واشنګټن ـــ امریکا او شمالي کوریا د ایټمي وسلو پر سر د خبرو لپاره د ټاکلې مودې تر پای ته رسېدو وړاندې یو بل ته د زور د ښکاره کولو له خطر سره مخامخ دي ځکه کوریا ګواښ کړی چې د دې مودې له پای ته رسېدو وروسته به بیرته خپل ایټمي پروګرام پیل کړي.

د کوریایي پیپلز پوځ مشر پاک جونګ چون پرون د شمالي کوریا سرکاري مېډیا ته په ورکړي بیان کې ګواښ کړی چې د امریکې هر ډول پوځي اقدام ته به پخپل ځواک سره جواب ورکوي:

"یوه خبره باید څرګنده شي چې د پوځ د کارولو حق او امتیاز یواځې له امریکې سره نه دی، هر څوک پوهېږي چې که امریکې پر شمالي کوریا پوځي تېری وکړ نو څه جواب به ورکړل شي".

د کوریایي پوځ مشر دا څرګندونې د نېټو په سرمشریزه کې د ولسمشر ټرمپ هغو خبرو ته غبرګون دی چې وایي که کله هم اړتیا پېښه شوه نو د شمالي کوریا په ضد به له پوځي زوره کار واخلي. ټرمپ په لندن کې شمالي کوریا ته په اشارې سره ویلي وو:

"موږ اوس تر بل هر وخت زورور پوځ لرو او موږ اوس په نړۍ کې ځواکمن هېواد یو او موږ د دې زور کارولو ته هیله من نه یو، خو که وغواړو استعمال به یې کړو".

ولسمشر ټرمپ او کیم جانګ اون د شمالي کوریا د ایټمي وسلو د ختمولو پر سر دوې ناستې کړې او د دې تر څنګ په واشنګټن او پیانګیانګ کې هم د دواړو هېوادونو چارواکو په دې اړه خبرې کړې خو تر اوسه کوم تړون ته نه دي رسېدلي.

بل لور ته شمالي کوریا خبرداری ورکړی چې که ولسمشر ټرمپ د پیانګیانګ پارولو ته دوام ورکړ، نو دوی به هم د ولسمشر ټرمپ په اړه بیرته له سپکاوي ډکه ژبه وکاروي. د شمالي کوریا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر چوی سن هوی دا خبرداری په داسې وخت کې ورکړی چې د دواړو هېوادونو تر منځ د خبرو د بیا پیلېدو امکان نه ښکاري:

"د اوس غوندې په حساس وخت کې که داسې ژبه او څرګندونې مخې ته راځي چې د جګړې فضا پیدا کوي دا ضرور باید د یو کمزوري ذهن نخښه وګڼل شي".

د 2017م کال په جنوري کې چې ډانلډ ټرمپ د امریکې د ولسمشر په توګه ټاکل شوی، د شمالي کوریا او امریکې تر منځ څو ځله داسې له ګواښه ډکې څرګندونې شوې او کارپوهان وایي چې دا وروستي ګواښونه د دواړو هېوادونو تر منځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو نخښه ده.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو د وزارت یوه چارواکي ري تایسنګ د دسمبر پر درېیمه نېټه تور پورې کړ، چې وایي امریکه غواړي هېواد یې د ایټمي پروګرام په اړه مذاکراتو ته مجبوره کړي، چې وایي غواړي له دې سیاسي چلنده د 2020م کال په انتخاباتو کې ګټه واخلي.

شمالي کوریا په تمه ده چې د دسمبر تر 31مې له امریکې سره د ایټمي تړون په اړه موافقې ته ورسېږي، ښاغلی ري تایسنګ وایي دا اوس په امریکې پورې اړه لري چې د کرسمس په مناسبت څه سوغات ټاکي چې تر لاسه یې کړي.

امریکې د ایټمي پروګرام د ختمېدو پر سر له شمالي کوریا سره د اختلاف له کبله پر دې هېواد یو شمېر اقتصادي بندیزونه لګولي، چې د شمالي کوریا پر بیا بیا غوښتنې برسېره یې دغه بندیزونه پر ځای ساتلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG