لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ وايي، ايران د حقونو مبارزين وژني


د امریکا صدر ټرمپ ويلي په يران کې د ملکي وګړو ځورولو غندنه کوي او د امریکا حکومت د ايران د ولس سره ولاړ دی.

نوموړي ويلي، "ايران کې په وروستيو کې د احتجاجونو په مهال د زرونو په شمېره کې خلک وژل شوی او نور په زرونو نيول شوي دي".

ټرمپ د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا د مستقل غړو سره په سپينه ماڼۍ کې د ليدنې په مهال ويلي، د ايران حکومت د عامو خلکو وژنې کوي.

د امریکې يو لوړ پوړي چارواکي ويلي ښايي ايراني ځواکونو د درېو اوونيو د احتجاجونو په مهال د ۱۰۰۰ نه زيات مظاهره چيان وژلي دي، په ايران کې د تېلو د بيعو لوړېدو پرضد مظاهرې پېل شوې وې.

د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت د ايران دپاره ځانګړي استازي برېن هوک ويلي، "ښکاري د مظاهرو پېل کېدو راهسې د ايران رژيم د ۱۰۰۰ نه زيات ملکي وګړي وژلي دي".

هغه ويلي د بهرنیو چارو وزارت ۳۲زره ويډيوز ترلاسه کړي چې په جنوبي ايران کې اخیستل شوي دي او هلته د د ايران انقلابي ځواک په مظاهره چيانو ډزې کړي او تر سلو زيات کسان يې وژلي دي.

د هوک په وېنا ايراني ځواکونو په زرګونو خلک ژوبل کړي او د اووه زرو نه زيات یې نيولي دي.

هغه ويلي د وژنو کره شمېره مالومول ګران دي خو "مونږ خبر يو چې د سوؤنو په شمېره کې خلک وژل شوي دي".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG