لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خیبرپښتونخوا وکیلانو د دیواني مقدمو په قانون کې د بدلون په ضد احتجاج کړی

د پېښور هايکورټ بار ايسوسېشن له خوا نن د جمعې په ورځ وکيلانو په ټوله صوبه کې د صوبايي حکومت له خوا د ديواني مقدمو په قانون [کوډ اف سېول پروسيجر] کې د بدلون په ضد کار بنديز شوی دی.

وکيلان وایي په دې قانون کې چې کوم بدلونونه شوي دي له هغه سره نه يواځې هغه خلک د ستونځو سره مخ کېږي چې د جایداد په لانجو کې یې په عدالتونو کې کېسونه اچولي بلکې له دغو بدلونونو سره په عدالتونو کې مقدمې هم ځنډېږي چې وکيلان به هم د مشکلاتو سره مخ کېدلای شي.

له وي او اې ډيوه سره د خبرو په مهال د پېښور هايکورټ وکيل اشتياق احمد وایي، تر دې وړاندي به په ديواني مقدمو کې د سېول جج د فیصلې پر ضد يو تن ډسټرکټ جج ته د اپيل کولو اختيار درلود خو په قانون کې تر بدلون وروسته چې څوک اوس د سېول جج د فيصلې خلاف اپيل کوي نو هغه به په هايکورټ کې درخواست جمع کوي چې پر هايکورټ د مقدمو بوج به نور هم سېوا کېږي:

"له دې بدلون سره د اپیل حق خو پر ځای پاتې شو مګر د سېول جج د فیصلې خلاف به اوس د ضلعي عدالت پر ځای هایکورټ ته ځي، په هایکورټ کې مخکې هم تر څلورو پینځو بجو مقدمې چلېدلې اوس به لا نور بوج ورباندې زیات شي".

نوموړي زياته کړه چې کوم خواست کږونکي په ديواني مقدمو کې سټې يا د عدالت نه حکم امتناهي اخيستو دپاره درخواست جمع کوي نو هغه به په دې خبره مجبوره وي چې په هايکورټ او ماتحت عدالتونو کې د مقدمې دپاره جدا جدا وکيلان ونيسي:

"که یو تن ته یې سټې ور نه کړه نو آیا بیا به د خپل درخواست لپاره وکیل نیسي چې ته ضلعي عدالت ته لاړ شه او بیا چې کله مېن کېس راځي نو هغه ته به بېل وکیل نیسي، دا مقدمه کوونکو ته تاوان دی او دوی یواځې تجربې کوي خو کامیابېدای نه شي".

د ياد عدالت يو بل وکيل شاهد محمود وايي چې کوم خلک د پېښور هايکورټ يا د يادې محکمې له خوا د صوبې په نورو سيمو کې له ټاکل شوو بېنچونو نه لرې ژوند کوي او په عدالتونو کې یې ديواني مقدمي اچولې وي نو هغوی ته به هم مشکلات جوړېږي:

"چې کوم کېسونه د شانګلې، د بونیر، د چترال، د دیر یا نن سبا د باجوړ دي نو هغه خلک به بیا دارلقضا سوات ته ځي نو دا مشکلات یې جوړ کړل، وکیلانو هسې هم په ضلعي عدالت کې جمع کړي وو چې ځنډېدلي دي، نو اوس چې هغه بیرته هایکورټ ته راځي نو دا درخواست کوونکي او وکیل دواړو ته تکلیف دی".

د خېبر پښتونخوا صوبې د قانون وزير سلطان محمد خان وي او اې ډيوه ته ويلي وو چې په عدالاتونو کې ديواني مقدمې تر کلونو پورې چلېږي چې له وجې یې خلکو ته په اسانۍ انصاف نه رسېږي او دا چې د ديواني مقدمو په قانون کې د بدلون مقصد عدالتي نظام نور هم موثر جوړول دي چې د عام ولس په ګټه به وي:

"مسئله دا وه چې مېن کېس به شروع وو خو خلکو به پکې د سټې آرډر لپاره درخواستونه جمع کول چې ټول کېس به ورسره ودرېد او لس کاله به ځنډېدلی وو، نو په دې قانون کې له بدلون سره به اوس یوه مقدمه په یو وخت په دوو عدالتونو کې چلېږي، د دې ګټه به دا وي چې د دیواني مقدمو وخت به را کم کړي".

ياده دې وي چې د پېښور هايکورټ چيف جسټس وقار احمد سېټ په احکاموتو د ديواني مقدمو زر فيصله کولو او د هغې د پاره د موثرې لارې جوړولو په غرض د قاضیانو او وکيلانو یوه اووه کسيزه کميټۍ ټاکل شوې ده، دغه کميټۍ به په يادو مقدمو کې د اصلاحاتو او ښه قانون جوړولو په اړه عدالت ته خپل سفارشات وړاندې کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG