لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خیبرپښتونخوا کې 26 لکه ښځې د ووټ ورکوونکو په توګه رجسټر نه دي


واشنګټن ــــ د خیبرپښتونخوا د انتخاباتو کمېشن چارواکي وایي په دې صوبه کې 26 لکه ښځې د ووټ ورکوونکو په توګه رجسټر نه دي چې وایي غټه وجه یې له دغو ښځو سره د شناختي کارډ نشتوالی دی.

سیاسي څېړونکي وایي د خیبرپښتونخوا او بلوچستان په زیاترو سیمو کې ګڼ شمېر داسې ښځې هم شته چې شناختي کارډ لري، خو بیا هم د ووټ اچولو حق نه ورکول کېږي، وایي لوی سبب یې د انتخاباتو په اړه د خلکو د پوهې نشتوالی دی.

د انتخاباتو کمېشن د صنفي چارو مشر هارون شینواری وایي، د پاکستان د قانون له مخې څوک چې شناختي کارډ ونه لري په ووټر فهرستونو کې یې اندراج نه شي کېدای، همدا وجه ده چې دومره ښځې ووټ نه شي ورکولای:

"په ټول پاکستان کې د نارینه وو په نسبت د یو کروړ پینځویشت لکه [12.5 میلینه] ښځو اندراج نه دی شوی او په خیبرپښتونخوا کې 26 لکه [2.6 میلینه] ښځې له ووټه محرومه دي".

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن په دې ورځو کې په ټول هېواد کې د نادرا په مرسته د ښځو د شناختي کارډ جوړولو پراجیکټ چلوي. هارون شینواری وایي له پښتونخوا سره په یو ځای شوو قبایلي ضلعو او کلیوالو سیمو کې ځانګړې منصوبه هم چلېږي چې زیاتره قبایلي مېرمنې شناختي کارډونه ولري:

"هغه ښځې چې د معاشي مجبورۍ له وجې د نادرا دفتر ته نه شي تلای هغوی ته مفت ټرانسپورټ ورکوو او په ټول پاکستان کې چې هر ځای وي د نادرا دفتر ته یې بیایو چې هغوی شناختي کارډ جوړ کړي او دا شناختي کارډ مفت او وړیا ور جوړوو".

د انتخاباتو کمېشن دفتر وایي په تېرو شپږو میاشتو کې 192000 قبایلي ښځو او 6 لکه د پخوانۍ خیبرپښتونخوا ښځو ته شناختي کارډونه ورکړل شوي او بیا د ووټ ورکوونکو په توګه رجسټر شوې دي.

د 2017م کال د سرشمېرنې په بنیاد د پاکستان ابادي دا مهال شاوخوا 21 نیم کروړه ده، چې له هغوی څخه 11 کروړه د ووټ ورکوونکو په توګه درج دي، چې د نارینه وو شمېر پکې 6 کروړه او د ښځو شمېر 4 کروړه 75 لکه ښوول شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG