لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نیو یارک په اقتصادي کوڅه کی قار شوی غوايه چی د پیاوړي اقتصاد نخښه ګڼلی شي


د نيويارک د مېن هېټن ښار په فنانشل ډسټرکټ کې د "قار شوی غوايه" هغه مجسمه ده چې په ۱۹۸۹م کې جوړه کړی شوې ده.

دا غوايه ۱۱ فټه دنګ يا لوړ او ۱۶ فټه اوږد دی چې شاوخوا درې زره او دوه سوه کيلوګرامه (۳۲۰۰) وزن لري.

دا غوايه يو اطالوي امريکن مجسمه ساز ارتورو ډي موډيکا جوړ کړی ؤ چا چې د دسمبر په څوارلسمه ۱۹۸۹م کې دا په غېرقانوني توګه د نيويارک سټاک اېکسچېنج مخې ته وغورځوو. د دې مقصد د هغه کاروباري تاوان خلکو ته يو ډاډ ورکوول څوک چې د ۱۹۸۷م سټاک مارکيټ راپرېوتلو (په مالي توګه) کې تاواني شوي وو.

دا غوايه په اصل کې د کاروباري خلکو لپاره يو امېد او د خوشحالۍ د پېغام په توګه جوړ کړی شوی ؤ چې اوس د سېلانيانو لپاره هم يو مهم ځای ګرځېدلی او هره ورځ په زرګونو خلک د دې کتلو له راځي.

د ځايي خلکو په وينا چې دا غوايه د نيويارک په مشهورو مجسمو او د سېل په ځايونو کې شمېرل کيږي.

د دې غوايه سر ښکته، سپېږمې خلاصې او ښکرې تېره دي، دا غصه دی او د يو خطرناک ځناور شکل لري.

د دې غوايه جسم يو اړخ ته زور کوي او لکۍ يې راماته شوې ده خو توانا دی او داسې ښکاري لکه چې په منډه وي.

د پيتلو رنګ لرونکی دا غوايه د جوړوونکي فکر هم په ډاګه کوي چې هغه په يو ځای د ودرېدلو قايل نه دی.

د دې د جوړوونکي په وينا چې د دې مقصد د "امريکايي خلقو طاقت‘ ښودل وو چې د لوی تاوان وروستو هم دوي خپل زغل پرې نښودو او کاروبارونه يې بيا اباد کړل".

په يو هندي فلم ‘کل هو نه هو‘ کې هم يوه سندره دلته رېکارډ شوې وه د کوم وروستو چې په ايشيايي خلقو کې هم د دې غوايه پېژندګلو لا زياته شوه.

دا غوايه په نړيواله توګه په ۲۰۱۴م کې يو اطالوي ډاکومېنټري کې هم ښودلی شوی ؤ چې نوم يې "چارجنګ بُل" ؤ.

هم دا راز يوه بله داسې مجسمه د چين په شنګهايي او د برطانيې په اېمسټرډم سټاک اېکسچېج د ودانيو نه بهر هم لګولی شوی ده.

دا په اصل کې د دې د جوړوونکي له خوا د امريکې د خلکو لپاره يوه ډالۍ وه او چرته چې دا مجسمه لګولی شوې هغې د امريکا "اقتصادي کوڅه" هم ويلی کيږي ځکه چې د دې د جوړولو مقصد امريکايي اولس ته د معيشت ښه کولو د جشن نمانځل وو.

ځيني خلک دې مجسمې ته د امريکايي سرمايه دارانه نظام او معاشي طاقت د عملی اظهار د يو علامت يا نښې په توګه هم ګوري.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG