لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې خبرې بيا پېل شوي، رپورټ


د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې خبرې چې د تېرو څو مياشتو راهسې د ځنډ ښکار وې، نن په اووم ډسمبر په دوحه کې په رسمي ډول بيا پېل شوي دي.

د وی او ای اشنا څانګې د خبر ترمخه يو امریکايي چارواکي د خبرو پېلېدو ويلي او زیاته کړې يې ده چې نن به خبرې په افغانستان کې د تشدد د پېښو يا تاؤ تریخوالي په کمولو او بېن الافغاني خبرو په سر کيږي.

د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او يا بيا طالبانو په خپله د ننيو خبرو په اړوند په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

خو درې ورځې وړاندې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي ؤ زلمی خليلزاد به د افغانستان د دولتي مشرانو سره ويني او له هغې وروسته به په دوحه کې د طالبانو سره بيا خبرې پېلوي.

د افغانستان صدارتي ماڼۍ ارګ ترمخه، د شورو، چهارشنبې په ماښام زلمي خليلزاد د افغان ولسمشر اشرف غني سره ليدلي، د افغانستان د سولې او اوربند په موضوع يې ورسره خبرې کړي دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې خبرې نزدې درې میاشتې وروسته بيا پېليږي.

کابل ته د زلمي خلیلزاد له دې سفر څو ورځې وړاندې د امریکا صدر ښاغلی ډانلډ ټرمپ په امریکا کې د شکرانې د ورځې په مهال په ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلی ؤ او دغلته یې خبریالانو ته ویلي ؤ چې طالبان خبرو اترو او اوربند دواړو ته اماده شوي دي.

همدغه شان صدر ټرمپ په دې وروستیو کې دا پخلی هم کړی دی چې امریکا یو وارې بیا طالبانو سره د سولې په تړون کار پېل کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG