لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په قطر کې د امريکا او طالبانو خبرې به نن هم وي، انس حقاني هم پکې ګډون لري


امريکا د طالبانو سره يو وار بيا د سولې خبرې پېل کړي دي، دغه خبرې اترې درې مياشتې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو لخوا د يوې بمي چاودنې په غبرګون کې د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ ځنډولې وې.

د افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په مشرۍ امريکايي پلاوي د خالي- شنبې په ورځ په قطر کې د طالبانو سره خبرې اترې پېل کړي دي، د دغې خبرو اترو کوربه توب قطر کوي.

امريکايې چارواکو ويلي امريکا په دوحه کې د طالبانو سره د سولې خبرې اترې پېل کړي چې بنيادي مرکز يې په افغانستان کې د تشدد کمول او د افغانانو په مشرۍ خبرې اترې جاري ساتل دي چې مقصد يې په افغانستان کې تلپاتي امن ته لاره هوارول دي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر وياند سهېل شاهين پخپل ټوېټر د امريکايې چارواکو سره د سولې د خبرو اترو شروع کولو د خبر پخلی کړی او ويلي دغه خبرې اترې به نن د اتوار په روځ هم روانې وي. شاهین لیکلي:

"نن د محترم ملا برادر اخند تر مشرۍ لاندې د اسلامي امارت مذاکراتي ټيم، د امریکې له مذاکراتي ټيم سره خبرې له هغه ځایه پيل کړې کوم ځای کې چې دریدلې وې. د توافقنامې د لاسلیک او اړوند موضوعاتو په هکله خبرې وشوې. مذاکرات به سبا هم دوام کوي".

ښاغلي شاهين وړاندې په يو بل ټويټ کې ليکلي دي: "محترم انس حقاني د افغانستان د اسلامي امارت د مذاکراتي ټيم د غړي په توګه په نننیو خبرو کې ګډون وکړ".

انس حقاني چې د حقاني شبکې د مشر جلال الدين حقاني کشر زوی دی تېره مياشت د يو امريکايي او بل اسټرېلوي وګړو د خوشي کېدو په بدل کې افغان حکومت د باګرام د زندان نه خوشی کړی وو، چې د خوشي کېدلو وروسته په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر ته رسېدلی.

مطبوعات وايي په دوحه کې د امريکايي استازو سره د سولې په خبرو اترو کې د انس حقاني تر څنګ پينځه نور هغه مهم کمانډران هم ناسته کوي، چې د امريکايانو د ګوانتانامو په زندان کې نزدې 13 کاله بندي وو.

د ګوانتانامو د زندان نه په خوشي شوو طالب مشرانو کې مولوي خېرالله خېرخواه د طالبانو د حکومت ګورنر او د دفاع وزير، مولوي عبدالحق وسیق د استخباراتو مرستيال وزير، ملا فضل مظلوم د طالبانو د پوځ مشر، ملا نور محمد نوري او ملا محمد نبي عمري شامل دي. دوی په 2001م کال کې د طالبانو د حکومت تر نسکورېدو وروسته د امريکايانو په ګوانتانامو بې زندان کې بندي وو چې په 2014م کال کې امريکا د خپل يو بندي پوځي بوې برېګډېل په بدل کې خوشي کړي وو.

د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې د ستمبر په اوومه نېټه د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ هغه وخت ځنډولې وې چې په کابل کې طالبانو په يوه بمي چاودنه کې 12 کسان وژلي وو چي پکې يو امريکايې وګړی هم وژل شوی وو.

امريکا د طالبانو سره د سولې خبرې اترې بيا په افغانستان کې د تشدد د کمولو په شرط پېل کړي خو څيړونکي وايې دا به د زلمي خليلزاد او د هغه د ډلې لپاره آسان کار نه وي چې طالبان په افغانستان کې ډزبندۍ ته مجبوره کړي.

دفاعي څېړونکي وايي طالبان په ټول افغانستان کې ډزبندي کول د خپلې وسلوالې مبارزې کمزوري ګڼي ځکه نه غواړي چې خپله وسلواله مبارزه ودروي او د پوره ‌ډزبندۍ لپاره يې امريکا ته د بهرني عسکرو د وتلو شرط ایښی دی.

په افغانستان کې د امريکايي او نېټو عسکرو پخواني کمانډر جنرل جان نېکولسن د تېرې جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې امريکا دې د طالبانو سره داسې تړون نه کوي چې تر مخه يې بهرني عسکر د افغانستان نه ووځي او طالبان د تشدد بندولو ضمانت ور نه کړي.

جنرل نېکولسن اندېښنه ښودلې که دغسې تړون وشو نو له دې سره به په افغانستان کې د دوی لاسته راوړنې له منځه لاړې شي او په دغه جنګ ځپلي هېواد کې به تلپاتی امن هم قوي نه شي.

نوموړي ويلي طالبانو سره دې د بهرني عسکرو د وتلو وروسته په افغانستان کې د امريکا د ترهګرۍ د مخنيوي د مشن په پاتې کېدلو هم خبره وشي، چې دا خبره يقيني کړی شي چې طالبان بيا په افغانستان کې داسې ترهګرو ته ځای ور نه کړي چې په امريکا بريدونه وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG