لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جاوېد اقبال: په پاکستان کې د سوچ نه بهر تجربې شوي دي


په پاکستان کې د احتساب قامي ادارې (نېب) مشر جاوېد اقبال وايي، "په پاکستان کې په تېر وخت کې داسې تجربې شوي چې که سوچ وکړی شي نو وبه ویل شي چې زمونږ فکر چرته تلی او په کومه لار روان يُو".

په اسلام اباد کې د غبن يا فساد (کرپشن) د نړيوالې ورځې په موضوع راجوړې غونډې ته په وېنا کې نوموړي وويل که هر څوک په خپله خپل احتساب وکړي ځان وړاندې کړي د يوې ادارې اړتیا هم نه پاتې کيږي.

هغه وويل "د نظام اساس ځکه نه دی پياوړی شوی چې هر لور ته ځان ځاني وه ګټې وې، د واک هوس ؤ".

هغه زياته کړه نن "د ډېرو خلکو د نېب نه شکايتونه کيږي" چې پارلیمان قانون جوړ کړي نو د هغې وروسته به د قانون د واکمنۍ تصور راشي.

اقبال وويل "د کال ۲۰۱۷ نه وروسته هيڅ زور، اثر او دهړکه داسې يوه خبره نشته چې د نېب په لار کې خنډ کې جوړ شوی دی نېب خپله لاره ټاکلې ده چې غبن به ختموؤ او دا د ۷۰ ، ۷۲ کالو مرض دی او د دې مرض نه به ټول قوم له د نېب سره ملګرتیا کول وي".

هغه تکرار کړه چې پارليمان دې قانون سازي وکړي.

هغه د چا د نوم اخيستو پرته وويل چې "په تېر وخت کې داسې هم شوي دي او هغه خلک ستاسو په وړاندې دي چې يوې ادارې يا یو چا به ترې تپوس کړی وی دا په لمړي ځل کيږي او نېب يې کوي چې هغو خلکو چې غټې غټې چکې به يې وهلې نن په زندانونو کې دي يا د عدالتونو نه ضمانتونه اخلي يا د دلته نه روان شوي دي".

د نېب مشر دا خبرې په داسې حال کې کړي چې د پاکستان پپيلز ګوند مشر او پخوانی صدر اصف علي زرداري او د هغه خور فريال تالپور او د مسلم ليګ ن ګوند څو مشران د نېب لخوا د غبن په تورونو کې بنديوان دي.

او د مسلم ليګ ن مشر او پخواني وزيراعظم نوازشریف ته د العزيزيه اسټيل مل په مقدمه کې د اووه کالو بند سزا اورول شوې خو تېره مياشت ورته عدالت د ناروغۍ له سببه ضمانت ورکړی او هغه د درملنې دپاره د ملک نه بهر تلی دی.

د حکومت مخالفه ګوندونه د تحریک انصاف په حکومت او نېب نيوکې کوي چې پرضد يې انتقامي کارروايانې کوي.

خو د نېب مشر وايي د تحریک انصاف حکومت يې په کار کې لاس وهنه نه ده کړې او نېب د چا سره نه دښمني کوي او نه دوستي کوي خو چې چا سره کړي هغه به ورسره کيږي.

هغه وويل په نېب د پېښور په بس پروژه (بي ار ټي) نيوکې کيږي هغه وويل " د پېښور په بي ار ټي ځکه کارروايي نه ده شوې چې د عدالت لخوا په دې د کارروايۍ نه کولو امر يا سټی ارډر دی".

هغه وويل په ملم جبه او بي ار ټي قضيې تیارې دي او وخت به راځي چې په هغې به هم کارروايي کولی شي.

جاوېد اقبال وويل نېب اداره چې کله جوړه شوې ده تر اوسه يې ۳۸۲ اربه روپۍ بيرته اخيستي دي او د حکومت په خزانه کې يې جمع کړي دي او د ۲۰۱۷ نه وروسته چې کله په نېب کې لاس وهنه ودرول شوې ده ۱۵۳ اربه روپۍ بيرته اخیستل شوي او دا هم د حکومت په خزانه کې اچول شوي دي.

هغه وويل دا وخت په ملک کې د نېب ۱۲۶۱ قضيې روانې دي او ۹۴۳ اربه روپۍ په دې قضيو کې شامل دي او دلته يواځې ۲۵ عدالتونه دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG