لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا اشرف غني ته ویلي سوله کې یې ترشا ولاړه ده


دسویلي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې مېرمن ایلس ویلز افغان ولسمشر اشرف غني ته باور ورکړی چې امریکا د تلپاتې سولې لپاره د افغان حکومت او خلکو ترڅنګ ولاړه ده او په دې برخه کې هر ډول همکاریو ته چمتو ده.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې ولسمشر اشرف غني پروند اسیا زړهاستانبول پروسهاتم کنفرانس په څنډه کې مېرمن ایلس ویلز سره کتلي اؤ ورسره یې افغانستان کې د سولې د پروسې، دسیمه ییز اتصال او همکاریو په اړه خبرې اترې کړي دي.

په دغه لیدنه کې ښاغلي غني دسولې اوه ماده ییز پلان ته په اشارې وویل، سوله د حکومت مهم لومړیتوب او د افغانانو اساسي غوښتنه ده.

هغه زیاته کړهموږ د سولې د داسې مذاکراتو په هڅه کې یو چې پایله یې په واقعي مانا د جنګ پایته رسېدل او تلپاتې سوله وي

ولسمشر اشرف غني افغانستان او پاکستان ترمنځ د مناسباتو د لا ښه والي او د سیمه ییز اتصال او همکاریو د هڅونې په برخه کې د امریکا رول ارزښتناک وباله اؤ وئ ویل افغانستان د سیمې د څلور لارې په توګه په سیمه ییز اتصال او همکاریو کې د پاکستان په ګډون د سیمې د ټولو هیوادونو د فعال ګډون غوښتونکی دی.

دلیدنې په مهال دامریکا مرستیالې وزیرې ولسمشر اشرف غني ته ډاډ ورکړی چې حکومت یې دسولې اؤ ثبات په چارو کې دافغان دولت اؤ ولس ترشا ولاړ دی اؤ په دغه لړ کې به دهیڅ رقم همکارۍ څخه مخ ستون نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې په قطر کې امريکا د طالبانو سره يو وار بيا د سولې خبرې پېل کړي دي،

دغه خبرې اترې قابو درې مياشتې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو لخوا د يوې بمي چاودنې په غبرګون کې د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ ځنډولې وې.

امريکايې چارواکو ويلي امريکا په دوحه کې د طالبانو سره د سولې خبرې اترې پېل کړي چې اساسي هدف يې په افغانستان کې د تشدد کچه راټيټول او د افغانانو په مشرۍ خبرو اترو ته دوام ورکول وي ترڅو له دې لارې افغانستان کې تلپاتې سوله ټینګه شي.

دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ تیره اوونۍ کابل ته دخپل سفر په مهال ویلي وؤ چې طالبان اوس سولې اؤ اوربند ډواړو ته چمتو شوي خو خو څيړونکي وايې دا به افغانستان کې سولې دپاره امریکایي استازي زلمي خليلزاد او د هغه د ډلې لپاره اسان کار نه وي چې طالبان په افغانستان کې ډزبندۍ ته مجبوره کړي.

دفاعي څېړونکي وايي طالبان په ټول افغانستان کې ډزبندي کول د خپلې وسله والې مبارزې کمزوري ګڼي ځکه نه غواړي چې خپله وسله واله مبارزه ودروي او د پوره ‌ډزبندۍ لپاره يې امريکا ته د بهرنیو عسکرو د وتلو شرط ایښی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG