لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لورالای کې پولیسو د یوې زېږېدلې ماشومې د غلا په تور څلور تنه نیولي


کوټه ــــ د پاکستان د بلوچستان ایالت د لورالای ضلعې پولیسو د ښار د سېول روغتون د درو نرسانو په ګډون څلور مېرمنې نیولې دي. پولیس وایي نرسو د دوو نوینو غبرګولو زېږېدلو خويندو څخه یوه له خپل مور او پلاره پټه کړې وه.

د لورالای د پولیسو ایس ایچ او جهانګیر شاه د ټلیفون له لارې وي او اې ډیوه ته وویل چې دغه غبرګولې خويندې د دسمبر پر 4مه په لورالای روغتون کې زېږېدلې وې، وایي هغه وخت د هغې ښځې حالت ښه نه وو چې خبری و کړي او کله چې هغه له روغتونه کور ته لاړه او د نجونو په اړه یې وپوښتل، هغې ته وویل شول چې نجلۍ یوه وه او هغه مړه شوه.

د پولیس مشر په وینا ښځې ورته وویل چې د دې دوې ماشومې زېږېدلې وې. د پولیس افسر په وینا، د ښځې لېور عبدالحمید د دسمبر پر 6مه راغی مقدمه درج شوه او زېږېدلې ماشومه بیرته د دوی مور او پلار ته وسپارل شوه.

د پولیس افسر په وینا، یوه نرس د مقدمې له درج کولو وروسته نیول شوې، په تحقیق کې څرګنده شوه چې په دې پېښه کې د دوو نورو نرسانو مرسته هم شامله وه چې په پایله کې یې درې واړه هم نیول شوې دي.

ایس ایچ او جهانګیر شاه وویل هغه ښځه چې نجلۍ ورته سپارل شوې وه هغه هم نیول شوې او پولیس شکمن دي چې د دغې نرس د ماما لور له تېرو 16 کالو راهیسي بې اولاده وه. هغې له نرسې غوښتنه وکړه که چېرې څوک غواړي چې ماشوم ورکړي.

پولیس وایي په لورالای کې دا لومړی ځل دی چې داسې پېښه شوې ده، خو وايي د پېښې تر شا داسې څه نه ښکاري چې ګواکې دا ماشوم یې د خرڅولو لپاره پټ کړی وو، بلکې وایي یوې بې اولاده ښځې ته یې وړیا ورکړی وو.

د بلوچستان مېډیکل کالج یو سینېر ګاینیکالوجیسټ وایي، دا ډېره بېسارې پېښه ده چې وایي د پرېشانۍ وړ ده ځکه چې وایي په سرکاري روغتونونو کې د ژغورنې تدابیر نه شته، د زېږېدو په وخت پر ماشوم او مور باندې داسې څه نخښه نه وي او نه یې بایومېټرک رجسټرېشن کېږي ځکه نو له روغتونه په اسانه ایستل کېدای شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG