لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فاټا سیاسي اتحاد: په قبایلي ضلعو کې د پرمختیایي کارونو د نشتوالي په ضد احتجاجي تحریک پیلوو


واشنګټن ــــ له پښتونخوا صوبې سره د پخوانیو قبایلي سیمو تر یو ځای کېدو وروسته په دغو نوو ضلعو کې په پرمختیایي او اصلاحي کارونو کې د ورو پرمختګ په ضد د "فاټا سیاسي اتحاد" پریس کانفرنس کړی او په راتلونکو ورځو کې یې د احتجاجونو خبرداری ورکړی دی.

په خبري غونډه کې له قبایلي ضلعو څخه د اکثرو سیاسي ګوندونو استازو ګډون کړی او دوی خبرداری ورکړی چې ډېر ژر به یو ځل بیا د خپلو غوښتنو لپاره احتجاجي تحریک پیل کړي. د باجوړ اوسېدونکی د جماعت اسلامي ځایي مشر صاحبزاده هارون رشید وایي:

"د موجوده حکومت ذمه واري وه چې په اصلاحاتي پېکیج یې عمل کړی وای او خلکو محسوس کړی وای چې واقعي له موږ سره د انضمام په نتیجه کې آییني، قانوني او عدالتي مرسته وشوه، نو ځکه موږ بیا را ټول شو چې پر حکومت فشار واچوو او دا اصلاحاتي پېکیج عملي کړي".

مطبوعاتي رپوټونه وایي د قبایلي ضلعو لپاره د روان کال له ټولې ټاکل شوې پرمختیایي بودیجې څخه- چې 83 اربه ده- تر اوسه پورې یواځې 4 فیصده بودیجه یعنې 4.58 اربه روپۍ لګول شوې دي.

د "فاټا سیاسي اتحاد" یو مشر اخوندزاده چټان وایي، له پښتونخوا سره د قبایلي ضلو د ګډېدو مېوه لا ولس ته نه ده رسېدلې او له دې سره د دغو نوو ضلعو په خلکو کې مایوسي هم خپره شوې ده:

"موږ به خپلو خلکو ته ویل چې انضمام وشي دلته به تعلیم راشي، پوهنتونونه او سکولونه به راشي خو تر اوسه هیڅ نه دي راغلي".

رپوټونه وایي د معدنیاتو، ټولنیزو ښېګړو، تعلیم، روغتیا، مواصلاتو، توانایۍ، ماحولیاتو، قانون، اوقاف، صنعت و تجارت، تحقیق، ایکسایز، ساینس او ټیکنالوجۍ په ګډون شپاړسو سرکاري محکمو لا په تېرو شپږو میاشتو کې په قبایلي ضلعو کې هیڅ پرمختیايي کار نه دی کړی.

د جماعت اسلامي ګوند مشر هارون رشید وایي، د جنورۍ پر 11مه نېټه یې د پېښور په نشتر هال کې یوه لویه جرګه را بللې، چې مقصد یې په قبایلي ضلعو کې د انتظامي او عدالتي اصلاحاتو په برخه کې د حکومت د کمزورو هڅو په ضد احتجاجي تګلاره جوړول دي.

د خیبرپښتونخوا د مالیاتو صوبایي وزیر تېمور سلیم جګړه وایي، حکومتي کابینې یې دا اوونۍ په قبایلي ضلعو کې د پیسو د نه خرڅېدو په اړه د جاج اخیستو غونډه را بللې، خو وایي ډېرې محکمې لا په دغو نوو ضلعو کې پښې ښخوي او بیا به کار پیلوي:

"موږ دا ګورو چې چرته پیسې لګېدلې دي چرته نه دي او څنګه به موږ په قبایلي ضلعو کې په پرمختیایي بجټ کې تېزي راولو، دا مسئله به په هفته کې دننه له وفاق سره هم را اوچتوو، خو چې له موږ سره خپل پلان هم وي چې زموږ په پلاني پلاني وخت دومره پیسې پکار دي".

د مرکزي حکومت له خوا په قبایلي ضلعو کې د اصلاحاتي تګلارې په بنیاد به حکومت په راتلونکو لسو کلونو کې هلته تر 1000 اربه زیاتې روپۍ مصرفوي، سږ کال به په دې کې د مرکزي حکومت له خوا صوبې ته 82 اربه روپۍ ورکول کېږي خو سرکاري شمېرې وایي تر اوسه یواځې 2 اربه 92 کروړه روپۍ مصرف شوې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG