واشنګټن ــــ د پنجاب په مرکزي ښار لاهور کې په یوه سرکاري روغتون کې د ډاکټرانو او وکیلانو تر منځ په نښته کې ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي او په روغتون کې دننه سرکاري ودانیو ته زیان رسېدلی او د پولیسو یو موټر ته اور اچول شوی دی.
د پنجاب حکومت دعوه کوي چې وکیلانو په لاهور ښار کې د احتجاج په مهال د زړونو پر سرکاري روغتون برید کړی، چې وایي د روغتون کارکوونکي او یو صوبایي وزیر یې وهلی ټکولی دی.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان او د پنجاب وزیراعظم عثمان بزدار د پېښې خبر اخیستی او امر یې کړی چې د پېښې پلټنه دې وشي او په پېښه کې د لاس لرونکو کسانو په ضد دې قانوني عمل وشي.
د پنجاب د اطلاعاتو صوبایي وزیر فیض چوهان- چې ویل کېږي وکیلانو ورباندې برید کړ- رسنیو ته وویل، چې روغتون یې د پولیسو په مرسته له وکیلانو پاک کړ او وایي د دوی په اړه به پلټنه او په ضد به یې کاروایي کېږي:
"وزیراعلی صاحب د پلټنې کمېټۍ جوړه کړې، د کمېټۍ په سپارښتنه به د ټولو وکیلانو په ضد ایف ای آر کېږي او له قانون سره سمه سزا به ورکول کېږي، حکومت هیچاته هم اجازه نه ورکوي چې قانون په لاس کې واخلي".
پولیس تور پورې کوي چې لسګونه وکیلان پخپل رسمي یونیفارم کې د لاهور انسټیټیوټ اف کارډیالوجي ته ور ننوتي، له ډاکټرانو سره یې ناوړه چلند کړی او وروسته یې پر هغوی برید کړی، چې وایي له کبله یې ډاکټرانو او د روغتون ټولو کارکوونکو کار پرېیښی دی.
رپوټونه وایي په روغتون کې د شخړې له کبله خلکو له مجبورۍ خپل ناروغان بل ځای ته وړي او داسې خبرونه هم ورکول کېږي چې د روغتون د زړونو په حساسه څانګه کې ځینې ناروغانو مړه شوي هم دي.
په روغتون کې موجود یو عیني شاهد خاور امریکا ږغ ته ویلي، پولیسو د روغتون دروازه بنده کړه خو وایي وکیلان بیا هم ور واوښتل، ښیښې یې ماتې کړې او ناروغان یې پرېشانه کړل:
"وکیلانو ویل تر موږ غټ بدماشان نه شته، ناروغان یې هم ووهل، عمله وتښتېده نه ډکټران وو نه نرسان وو، څلور کسان مړه شول، هر چا پخپله خپل ناروغان و ایستل".
د لاهور د ګرېنډ هیلت الاینس [د روغتیا لوی اتحاد] مشر ډاکټر سلمان حسیب د ناروغانو مړینه تایید کړې او وایي د دوی حالت نازک وو او د وکیلانو د برید په مهال د روغتون د کارکوونکو د دوی څارنه پرېیښې وه چې له کبله یې دوی ساه ورکړې.
ډاکټر سلمان دعوه کوي چې وکیلانو د ډاکټرانو او نرسانو سرونه ور مات کړي او هغوی ته یې سپکې سپورې ویلې دي.
په لاهور ښار کې د وکیلانو او ډاکټرانو تر منځ تاوتریخوالی وروسته له هغه زیات چې څو دوې اوونۍ وړاندې له همدې د زړونو له روغتون [انسټیټیوټ آف کارډیالوجي] څخه د دواوو پر سر د وکیلانو او ډاکټرانو تر منځ جګړه وشوه او تر هغه وروسته یوه ډاکټر په ویډیو کې وکیلان ګواښلي وو چې بیا به روغتون ته ور نه شي.