لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبرپښتونخوا کې د پوليو څلور نورې پېښې مخې ته راغلي، پاکستان کې شمېره ۹۸ ته ورسېده


په خېبرپښتونخوا صوبه کې د پوليو رنځ څلور نورې پېښې مخې ته راغلي چې ورسره يواځې په دې صوبه کې د پوليو شمېره ۷۲ او پاکستان کې ټوله شمېره ۹۸ ته ورسېده.

د خېبرپښتونخوا د پوليو د مخنيوي د پروګرام د چارواکو په وېنا د پوليو تازه پېښې د صوبې په لکي مروت او ټانک ضلعو کې مخې ته راغلي دي.

چارواکي وايي په لکي مروت کې د پوليو درې او ټانک کې يوه پېښه رپوټ شوې ده.

د خېبرپښتونخوا لکي مروت او بنو هغه ضلعې دي کومې چې د پوليو په اړوند تر ټولو زياتې اغېزمنې دي، په بنو کې تراوسه پورې د پوليو ۲۴ او لکي مروت کې ۲۲ پېښې مخې ته راغلې.

د لکي مروت مرستيال کمشنر نورالامين وايي په علاقه کې دوی ته په ځينو سيمو کې ماشومانو ته د څاڅکو ورکوؤنکو ښځينه کار کوونکو ستونزه ورپېښه ده.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل د دوی سره په علاقه کې ښځينه کار کوونکې شته چې کورونو ته دننه ځي او ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکوي خو ځينې لرې پرتې علاقې داسې دي چې هلته بيا ښځې کار کوونکې نشته.

د دې پوښتنې چې د ۲۴م اګست نه وروسته په لکي مروت او نورو جنوبي ضلعو کې د پوليو د پېښې مخې ته راتلو وروسته بېړنی کمپاين بيا ولې نه دی شوی؟ .

په ځواب کې امين وويل چې دوی د لوړ پوړو چارواکو سره دا خبره کړې خو ورته ويل شوي چې دوی دې په انکاري ماشومانو زياته پاملرنه وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG