لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هیومن رائټس واچ: پاکستان دې د بې درکه ادریس خټک په اړه غلی پاتې نه شي


د بشري حقونو فعال ادریس خټک
د بشري حقونو فعال ادریس خټک

د بشري حقونو نړیوال سازمان هیومن رائټس واچ په پاکستان غږ کړې چې د بشري حقونو فعال ادریس خټک د لادرکه کېدو په اړه دې غلې پاتې نه شي

ادریس خټک یوه میاشت وړاندې ناپیژاندلو وسله والو د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت صوابۍ ته نېزدې سره د خپل ډریور تښتولی و چې وروسته یی ډریور خوشی کړو، خو ښاغلې خټک تراوسه لادرکه دې.

د پاکستان د بشري حقونو غیر حکومتي کمېشن په دې باور دی چې خټک په زور لادکه کړل شوې دی چیرې چې دولت نه غواړي د یوچا بندې ساتل یا د هغه ځای وښایي.

د هیومن رائټس واچ په بیان کې ویل شوي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو له ډیرې مودې راهیسې بغیر د کومې سزا د ویرې په زور خلک بې درکه کړي دي.

هیومن رائټس واچ بیان زیاتوي جبري بې درکه کول د تشدد او د غیرقانوني اعدام خطر زیاتوي او د لادرکه شوي تن د کورنې لپاره د ذهني صدمې عمل جوړیږي.

د ادريس خټک د بې درکه کېدو او د هغه د بازيابۍ په اړه پېښور هائیکورټ کې درخواست جمع کړی شوی دی.

رټ پټيشن يا درخواست جمع کوونکي او د پېښور هائیکورټ بار ايسوسي ايشن مشر ايډوکېټ عبداللطيف افريدي وي او اې ډيوه ته ویلي وو چې په خواست کې يي موقف خپل کړی چې ادريس خټک د روانې مياشتې په ۱۱مه نېټه د روس سفارت خانې او خور سره ميلاوېدو د پاره اسلام اباد ته تلې وو او د هغې نه پس بې درکه شوی دی.

خټک ، چې اوس 56 کلن شوی ، د زده کړو د ورځې راهیسې په پرمختللي سیاست کې دخیل و ، او له اوږدې مودې راهیسې د ملي گوند غړی و. هغه یو آزاد محقق هم دی چې په خپل پلرني ټاټوبي خیبر پښتونخوا کې د بشري حقونو په مسلو په اړه کار کوي.

وائس اف امريکه ډيوه سره په خبرو کې د نېشنل پارټۍ د خېبرپښتونخوا د برخې مشر مختار باچا وويل چې ادريس خټک هميشه د بشري حقونو لپاره آواز پورته کړی دی. هغه زياته کړه چې ډيره د تشويش خبره ده چې د بشري حقونو يو کارکن له څو ورځو نه بې درکه دی او د هغه په حقله دوی ته هېڅ قسم معلومات نه دي ورکړی شوي.

د قانوني چارو پوهانو په وینا موجوده وخت کې د سلو پورې د بې درکه تنانو په اړه درخواستونه پېښور هائیکورټ کې جمع کړی شوي دي.

په دې وروستيو کې پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن ويلي وو سیاسي فعال ادريس خټک، څوک چې د زدکړو د وخت نه يو سياسي کارکن پاتې شوی دی، په کار ده چې زر تر زره خوشی کړی شې.

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن په يو ټويټ کې ويلي وو چې دغه ډول په زوره بنديوان کول غندي او د پاکستان د رياست نه غواړي چې د خپلو وگړو لپاره خپلې ائیني ذمه وارۍ پوره کړي.

د روان کال د جون په میاشت کې په پاکستان کې په زوره د بې درکه کړل شوو کسانو د معلومولو په موخه جوړ کمېشن ويلي وو دوي د 6156 بې درکه کسانو په قضیو کې 3938 کسانو معلومات کړي دي.

Recommended

XS
SM
MD
LG