لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: طالبانو په غزني کې ۲۵ ځايي پوځي سرتيري وژلي


د افغانستان د غزني صوبې په قره باغ ضلع کې وسله والو طالبانو د سیمه ييز پوځ ۲۵ سرتيري وژلي دي.

د غزني چارواکو وي او ای اشنا ته پخلی کړی چې دا پېښه تېره شپه شوې طالب وسله وال راغلي او د پوځ په ځايي سرتېرو يې بريد کړی دی.

د قره باغ ولسوال غلام حبيب ويلي طالبانو د سرتيرو وسلې او نور سامانونه هم د ځان سره وړلي دي.

طالبانو د بريد زمه واري منلې او د ۳۲ عسکرو د وژلو دعوه يې کړې ده.

د راپورونو ترمخه په غزني کې پرون هم د سړک غاړې يو بم چاؤدنه شوې او لس تنه ملکي وګړي پکې وژل شوي وو.

چارواکو دغه کار هم د طالبانو په زمه ګرځولی ؤ.

د طالبانو لخوا په افغانستان کې دا عمليات په داسې حال کې دوام لري چې د افغانستان د سولې په لړ کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې بيا پېل شوې وې خو د طالبانو د بريدونو وروسته دغه پېل شوې خبرې بيا ځنډېدلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG