د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يوا اېن اېچ سي ار) د افغان کډوالو د کلک ملاتړ دپاره غږ کړی څوک چې د څلورو لسيزو نه د سېوا مودې راهسې د جګړو له امله کډوال دي.
په ګرده نړۍ کې اويا اعشاريه اته (۷۰.۸) ملینه خلک چې د جګړو له امله بې ځايه شوي په دوی کې څلور اعشاريه شپږ (۴.۶) ملينه افغانان هم شامل دي، په دوی کې نيم رجسټرډ او نور دوه ملینه په افغانستان کې دننه بې ځايه دي.
د ملګرو ملتونو اداره وايي، افغانانو د نړۍ تر ټولو اوږده کډوالي وکړه.
د يو اېن اېچ سي ار وياند بابر بلوچ وي او ای ته ویلي افغان کډوال د ۹۰ فيصده نه زيات چې شمېره يې دوه اعشاریه اووه (۲.۷) ملينه ده په پاکستان او ايران کې د کډوالۍ ژوند کوي.
هغه ویلي، "په کال ۱۹۷۹ کې افغانانو د جګړو له امله کډې پېل کړې او نن چې ۲۰۱۹ دی افغانان اوس هم په پاکستان او ايران کې کډوال دي".
د بابر په وېنا په افغانستان کې د جګړو او معاشي ستونزو له امله افغانان اوس هڅه کوي چې يورپ ته لاړ شي او هلته پناه واخلي.
"سږ کال نزدې اويا (۷۰) زره خلک د بحېره ررم د لارې يورپ ته تللي چې پکې د ۳۷ فيصدو نه سېوا افغانان دي".
نوموړي ويلي دا ځوانان د افغانستان راتلونکی دی او خبرداری یې ورکړی د دوی پرته په افغانستان کې سوله ييز او باثباته ټولنه جوړېدل ګران دي هغه د افغان کډوالو دپاره د ۵۰۰ ملينه ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده.
سږکال د جون په میاشت کې د پاکستان حکومت رجسټرډ او کارډ لرونکو افغان کډوالو ته په ملک کې د پاتې کېدو موده تر يو کال پورې غځولې ده.
د کډوالو د نړیوالي ادارې يو اېن اېچ سي ار تر مخه دا وخت په پاکستان کي ۱۴ لاکه افغان کډوال مېشته دي.