لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پرویز مشرف د پوځي کودتا نه دمرګ تر سزا


په پاکستان کې دګل‌ په ورځ یوې ځانګړې محکمې دپوځ پخواني سرلښکر اؤ دهیواد پخواني صدر جنرال(ر) پرویز مشرف ته دائین په ماتولو دمرګ سزا اورولې ده چې پاکستاني سیاستمدارانو اؤ مدني فعالانو ددې پرېکړې هرکلی کړی اؤ وایي دې سره به راتلونکي کې دائین ماتولو روایت ختم شي.

پرویز مشرف په ۱۲م اکتوبر کال ۱۹۹۹ کې دپوځ دسرلښکر په توګه دهغه وخت د وزیراعظم نوازشریف د حکومت تخته نسکوره کړه اؤ هیواد کې یې پوځي قانون پځائ کړو.

په کال ۲۰۰۱م کې یې په ۲۰م جون هیواد کې صدارتي ریفرنډم وکړو اؤ له دغې لارې یې ځان دهیواد صدر غوره کړو.

په دریم نومبر کال ۲۰۰۷م کې پرویز مشرف په هیواد کې بیړنی وضعیت پځائ کړو،ائین یې وځنډولو اؤ په میډیا یې یو شمیر قدغنونه ولګول.

په دغه مهال هغه دهیواد دسترې محکمې مشر افتخار چوهدري اؤ ګڼ نور قاضیان په کورونو دننه نظر بند کړل اؤ دخپلې خوښې قاضیان یې سپریم کورټ اؤ ایالتي محکمو کې ولګول.

په ۲۴جون کال۲۰۱۳م کې دهغه وخت وزیراعظم نوازشریف قامي اسمبلۍ ته خپله وینا کې وویل دپخواني پوځي سرلښکر پرویز مشرف په دریم نومبر ۲۰۰۷م کې کوم ګامونه اخستي وؤ ،هغه غیر ائیني وؤ اؤ اوس به حکومت دپخواني صدر په ضد دغدارۍ مقدمه چلوي.

په ۲۶م جون کال ۲۰۱۳م کې دهیواد دپلټنو مرکزي ادارې ایف ایي ای دکورنیو چارو وزارت ته دپرویز مشرف په ضد دپلټنو دپاره یو لیک واستولو اؤ له هغې وروسته دکورنیو چارو وزارت دپرویز مشرف نه دپلټنو دپاره د ایف ایي ای یوه ډله جوړه کړه.

ایف ایي ای د پرویز مشرف په ضد دشوؤ پلټنو راپور په ۱۶م نومبر دکورنیو چارو وزارت ته وسپارلو.

ددغه راپور په اساس دهیواد دقانوني څانګې په مشوره په ۱۳م دسمبر کال ۲۰۱۳م کې دپرویز مشرف په ضد شکایت درج کړل شو چې هغې کې ویل شوي وو‌ دښاغلي مشرف تر ټولو ستر جرم په ګڼو موقعو ائین ځنډول وؤ.

په ۲۴م دسمبر کال ۲۰۱۳م کې ځانګړې محکمې پخوانی پوځي واکمن پرویز مشرف د ملزم یا تورن په توګه محکمې ته وبللو اؤ په ۳۱م مارچ کال ۲۰۱۴م کې په هغه فرد جرم ولګول شو.

پرویز مشرف چې د جرم منلو څخه انکار وکړو نو دهغه په ضد دمقدمې باقاعده اوریدنه پیل شوه اؤ په ۱۸م ستمبر کال ۲۰۱۴م کې سرکاري وکیلانو دهغه په ضد شهادتونه بشپړ کړل.

دمحکمې لخوا د پرله پسې رابللو باوجود محکمې ته په نه وړاندې کیدو وړومبی هغه مخرور اؤ بیا په ۱۱م منئ کال ۲۰۱۶م کې اشتهاري وګرځول شو.

وروسته چې کله پاکستان کې د تحریک انصاف حکومت جوړ شو نو سږکال په ۲۳م اکتوبر حکومت دهغه په ضد جوړه شوې د سرکاري وکیلانو ډله ختمه کړه اؤ ځانګړې محکمې پریکړه وکړه چې په ۲۸م نومبر به دپرویز مشرف په ضد خپله پرېکړه اوروي.

دپاکستان دکورنیو چارو وزارت اؤ د پرویز مشرف ددغه پرېکړې دایسارولو دپاره د اسلام اباد هائیکورټ دروازه ووهله اؤ اؤ په ۲۷م نومبر اسلام اباد هائیکورټ ځانکړې محکمه د پرویز مشرف په اړوند دپرېکړې اورولو څخه منعې کړه.

خو ځانګړې محکمې نن په ۱۷م دسمبر خپله پرېکړه واروله اؤ پخواني پوځي واکمن پرویز مشرف یې دمرګ په سزا محکوم کړ

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG