لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کډوالو نړیواله غونډه: نړیوال دې له 70 میلینه بې کوره خلکو سره مرسته وکړي


واشنګټن ـــ په جنېوا کې د کډوالو په اړه د نړیوالې دوې ورځنۍ غونډې په مهال د ملګرو ملتونو مشر او نورو مشرانو غوښتنه کړې له هغو هېوادونو سره دې مرسته وشي چې زیات کډوال پکې له اوږدې مودې ژوند کوي.

دغو مشرانو په ځانګړې توګه د پاکستان او ترکي نومونه اخیستي. په پاکستان کې له شاوخوا دېرشو کلونو راهیسې لکونه افغان کډوال او په ترکي کې له تېرو څو کلونو راهیسې په شام کې د روانې شخړې له کبله د شام کډوال ژوند کوي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې په نړۍ کې تقریباً 71 میلینه خلک په زوره د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ اېستل کېږي. وایي زیات هېوادونه په ځانګړې توګه بډایه هېوادونه په دې برخه کې کافي مرسته نه کوي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم د کډوالو دې نړیوالې غونډې ته ورغلی او په غونډه کې یې ملګرو ملتونو او نړیوالو مشرانو ته ډاډ ورکړی چې پاکستان افغان کډوالو ته 40 کاله مېلمستیا ورکړې او دوی به په زوره له خپل هېواده ونه شړي. عمران خان د کشمیر وروستي حالت ته په اشارې سره ویلي:

"نړۍ باید د کشمیر حالاتو ته توجه وکړي که نه وي په نیژدې وخت کې به په جنوبي اېشیا کې د کډوالو یو بل بحران پیدا شي".

د ملګرو ملتونو عمومي مشر انټونیو ګوټیرس هم په دې غونډه کې وینا کړې او له نړیوالو یې غوښتي چې د کډوالو له نړیوالې ادارې یو این ایچ سي آر سره د 70 میلینه بې کوره شویو کسانو- چې 25 میلینه پکې کډوال دي- د ژوند په ښه کولو کې مرسته وکړي.

په جنېوا کې د وي او اې ډیوه خبریال شعیب زاده وایي، نن د ځینو نړیوالو کمپنیو یوه غونډه هم شوې چې پکې له کډوالو سره د ملاتړ خبرې شوې دي. په دې غونډه کې د (پېښور زلمي) کرکټ لوبډلې مشر جاوید اپریدی په پاکستان کې د ځوانانو د سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

جاوید اپریدي پخپله وینا کې ژمنه چې هغه به په خپله اداره کې په پاکستان کې افغان او پاکستاني ځوانانو ته د کار موقع ورکوي او په راتلونکي کې چې کله د کرکټ لوبې کوي نو تر نیمایي زیات به افغان کډوال ځوانان پکې اخلي.

جاوید اپریدي ویلي چې په خپله اداره کې به 25 افغان او 25 پاکستاني ځوانانو ته نوکرۍ ورکوي او د دې تر څنګ به 50 افغان او 50 پاکستاني ځوانانو ته د کرکټ په برخه کې روزنه ورکوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG