لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر ټرمپ پرضد د استازو اېوان د مواخذې قراردادونه منظور کړي


د امريکې د استازو اېوان د صدر ټرمپ پرضد د مواخذې قراردادونه منظور کړي دي چې ورسره صدر ټرمپ د مواخذې سره مخ کېدونکی درېم صدر شو.

په صدر ټرمپ باندې د شخصي ګټو د پاره د طاقت د کارولو او د ده پرضد کېدونکو پلټنو کې د خنډانو جوړولو په سر رايې شماري شوې ده.

د استازو په ايوان کې د ډېموکرېټس ګوند اکثريت دی چرته چې د مواخذی ووټونه شوي دي.

د اختياراتو بې ځايه کارولو په سر رايي شمارۍ کې ۲۳۰ استازو د دې په حق کې او ۱۹۷ يي په مخالفت کې ووټونه ورکړي دي، او په پلټنو کې خنډان پېدا کولو کې ۲۲۹ استازو په حق او ۱۹۸ مخالفت کې ووټونه ورکړي دي.

د استازو د اېوان نه وروسته به په دې مواخذې د جنورۍ په مياشت کې په ګانګرس کې ووټونه کيږي چرته چې د صدر ټرمپ د ګوند اکثريت دی.

څيړونکي وايي په ګانګرس کې به د مواخذې تحريک کاميابي ترلاسه نه کړی شي.

د امريکا په تاريخ کې د دې نه وړاندې صدر بل کلنټن او اينډريو جانسن د داسې صدران وو چې مواخذه يې شوې وه.

د امريکا د استازو په اېوان کې د مواخذې په تحريک شپږ ساعته بحث شوی وو او د هغې وروسته پرې ووټونه شوي دي.

سپيکره نينسي پېلوسي چې د صدر ټرمپ مخالفه ده په يوه مراسله کې يې خپلو پلوي استازو ته ويلي ؤ وخت راغلی چې د تاريخ په دې مهم ډګر د خپلو عهدو پاسداري وکړو او د داخلي او خارجي دښمنانو نه د خپل ائين دفاع وکړو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG