لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د مذهب په سپکاوي تورن د پوهنتون مخکني استاز جنېدحفيظ ته د مرګ سزا اورول شوې


د پاکستان د پنجاب صوبې په ملتان ښار کې د مذهب د سپکاوي په تور د بهاالدين ذکريا پوهنتون مخکني استاز جنېد حفيظ ته د مرګ سزا اورولې ده، هغه په ياده مقدمه کې بنديوان ؤ.

د راپورونو ترمخه نن د خالي، شنبې په ورځ د ملتان په مرکزي زندان کې دغه فېصله اورول شوې او ويل شوي په ملزم د مذهب د سپکاوي تورونه ثابت شوي او د ۲۹۵ سي د مادې لاندې هغه ته د مرګ سزا اورولی شي.

حفيظ ته د مذهب د سپکاوي د مادو لاندې د عمر بند او لس کاله بند سره د پينځه لاکه روپو جرمانه هم اورول شوې ده.

ياده فېصله د ملتان اډيشنل سيشن جج کاشف قيوم اورولې ده.

په جنېد حفيظ تور ؤ چې په ټولنيزو رسنيو يې د مذهب د سپکاوي يو پوسټ شريک کړی او بيا په کال ۲۰۱۳م کې هغه په لاهور کې نيول شوی ؤ.

د حفيظ وکيل اسد جمال ويلي په موکل يې د مذهب د سپکاوي تور د سازش لاندې لګول شوی دی.

ويل شوي د مقدمې د اورېدنې په مهال د هغه وکيلان هم زورول شوي او په کال ۲۰۱۴م کې د هغه يو وکیل راشد رحمان وژل شوی هم ؤ.

په پاکستان کې وخت په وخت داسې خبرونه مخې ته راځي او زياتره د لږکيو پرضد د مذهب د سپکاوي تورونه لګي او مقدمې درج کول کيږي.

د مذهب د سپکاوي د قانون په اړوند د بشري حقونو ډلې ځینې داسې پوښتنې هم راولاړوي چې د مذهب د سپکاوي ماده خلک د شخصي دښمنو دپاره کاروي.

د پاکستان په پارلیمان کې موجود قانون جوړؤنکي هم په دغه اړوند څرګندونې کوي خو په ښکاره ډول څوک هم په دې قانون خبره نه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG